کور / #PTM / منظور پښتين: پيسې نه غواړو، انصاف غواړو

منظور پښتين: پيسې نه غواړو، انصاف غواړو

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي موږ ته پيسې نه بلکي انصاف په کار دی.

ښاغلی پښتين وايي: “اول پښتانه ځوانان وژنه، خوېندې ميندي ئې ژړوه او بيا پېسې ورکوه، داسي نه سي کېدای دا د غېرتي خلکو ويني دي په پېسو نه سي اخيستل کېدای مونږ ته پېسې نه، انصاف پکار دی”.

نوموړي دا څرګندوني د رياست د هغه اعلان وروسته کړي دي، چي ويلي ئې دی د خړ کمر په پېښه کي د وژل سويو کسانو سره به ۲۵ لکه روپۍ او ژوبل کسانو ته به يو لک روپۍ ورکوي.

د مي مياشتي پر۲۶  نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي پاکستاني ترهګر پوځ د پښتون ژغورني غورځنګ پر کاروان ډزي وکړې چي ۱۴ تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات ئې ژوبل کړل.

ښاغلي پښتين تېره ورځ په پېښور کي يوې احتجاجي غونډي ته په وينا کي وويل دا خلک په پښتونخوا کې مړي کوي او د هغې په بنیاد ئې بلها ډېرې روپۍ وګټلې.

هغه وویل، پوځ د دنیا څخه د پښتنو په پېسو اخیستو وروسته نورو کاروبارونو ته لاس واچوی، تر دې چي د چرګانو د هګيو پورې او په سمندر کي د ګېس راویستو ئې وويل خو په ټولو کي پاتې راغلل ځکه نو د پښتنو په وينو پېسو ګټلو ته بيا راوګرځېدل.

هغه وويل ترهګر خو ستا پوځي مشر کرنل امام او نورو جوړ کړي دي، نو د دې مطلب دا دی چي دا پوځيان ستاسو پاليسيانو وژلي دي.

ښاغلي پښتين د احتجاجي پرلت ناستو ګډون والو ته په وينا کي د پښتنو په تاريخ رڼا واچول چې پښتانه د پاکستان جوړېدو څخه ډېر مخکې د انګرېز سامراج د زمانې څخه په دغه ډول ساتل سوي او اوس هم چي کله د پښتنو ضرورت پېښږي کارول کیږي خو کله چا پوهه ورنه کړل.

نوموړي په خپله تفصيلي وينا کي د پښتنو په خاوره د موجوده وسايلو يادونه وکړه او په دې هکله ئې تفصيلي خبري وکړې.

هغه وویل په پېښور کي به احتجاجي ناسته دوامداره ساتي.

د پېښور ناسته د خړ کمر د پيښي په غبرګون کي روانه ده.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه په خړ کمر سيمه کي شمالي وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم پر کاروان پوځ ناڅاپه ډزي وکړې او ۱۴ تنه ئې په شهادت ورسول.

په پېښه کي تر ۳۰ زيات کسان ژوبل سوي هم دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي پوځ اوس هم ژوبل کسان له کورونو څخه باسي او د يو انجکشن په مټ ئې شهيدانوي.

منظور پښتين وايي: “دا ظلم ، دا جبر ، دا د خویندو میندو اوښکې تویول ، دا پر دې خاوره د دوي ذلیله کول ، موږ به تر اخیري وخته پر دې خاوره د امن لپاره ولاړ یو چي د دې خاورې د مظلومانو غږ تر نړۍ ورسوو او دوي ته انصاف وغواړو.”

 د سيمي يو قومي مشر ملک غلام خان وايي، چي دوی ته د پوځ کمانډران راغله او ورته ئې وويل چي تاسو ته به پيسې درکړو، خو نور څه مه واياست.

ده وویل ، “د پوځ ځايي کمانډران پر ټولو کورونو ګرځېدلي او هغوي ته یې ویلي چې دا یو غلطي وسوه او تاسو زموږ خپل خلک یاست ، تاسو چي څه غواړی او څه غوښتنې مو وي موږ یې در پوره کوو. خو هغه خلک لا په خپل غم اخته دي او څه پرېکړه ئې نه ده کړې.”

پاکستان په سيمه کي په لسګونه زره پښتانه لادرکه کړي دي چي په هغوی کي ئې ډېری کسان وژلي او ګڼ کسان لا د زندان په تورو تيارو کي ورځي سبا کوي.