کور / #PTM / د ترهګر پوځ په اشاره د پي ټي ايم مخکښ علي وزير د پېښور مرکزي زندان ته لېږدول سوی دی

د ترهګر پوځ په اشاره د پي ټي ايم مخکښ علي وزير د پېښور مرکزي زندان ته لېږدول سوی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د شمالي وزيرستان استازی علي وزير تېره ورځ د پاکستاني حکومت لخوا د پېښور مرکزي زندان ته لېږدول سوی دی.

د اختر پر لومړۍ ورځ نوموړی د ترهګرۍ ضد محکمې ته راوړاندي کړل سو او د پوځ په اشاره د د پېښور مرکزي زندان ته واستول سو.

علي وزير وروسته له هغه د پاکستاني پوځ لخوا ونيول سو، چي په يوه پرامنه احتجاج کي د ګډون لپاره ئې غوښتل شمالي وزيرستان ته ولاړ سي او هلته د خلګو ستونزي له نژدې وګوري.

نوموړی پر داسي مهال پوځ د ځان سره بوت، چي په خړ کمر سيمه کي پاکستاني ترهګر پوځ د پي ټي ايم پر يو کاروان ډزي وکړې او ۱۴ تنه ئې شهيدان کړل، په دغه پېښه کي تر ۳۰ زيات کسان ژوبل هم سول.

د ډزو وروسته پوځ علي وزير د ځان سره بوت او وروسته ئې پوليسو ته وسپاره.

د نوموړي د نيول کېدو او د خړ کمر د پېښي په غبرګون کي په پښتونخوا، کوټه، لورلايي او نورو سيمو کي پښتنو احتجاجونه پيل کړل او د يادي پېښي د څېړلو غوښتنه کوي.

د خړ کمر پېښه په نړيواله کچه وغندل سوه او د پېښي د هر اړخيزي څېړني غوښتني کېږي.

پاکستانی پوځ د پېښي وروسته سيمه کي ګرځبنديز لګولی دی او د خلګو پر کورونو چاپې وهي، ترڅو ژوبل کسان له کورونو وباسي او نامالوم لوري ته ئې د ځان سره بيایي.