کور / #PTM / د بشر د حقوقو نړيوال سازمان: په پېښور کي د پي ټي ايم پر احتجاج تشدد د کرکي ډک عمل دی، بايد څېړنه ئې وسي

د بشر د حقوقو نړيوال سازمان: په پېښور کي د پي ټي ايم پر احتجاج تشدد د کرکي ډک عمل دی، بايد څېړنه ئې وسي

د بشر د حقوقو نړيوال کمېسون وايي، چي په پېښورکي د پښتون ژغورني غورځنګ پر فعالينو د پوليسو تشدد د غندني وړ دی او بايد ژر تر ژره ددې پېښي څېړنه وسي.

ددغه کمېسون په تازه راپور کي ويل سوي، چي پر سوله ايز احتجاج تشدد کول د منلو نه دی او دا د کرکي ډک عمل بايد توجېه نه سي.

ياده اداره وايي: “د نړیوالو قوانينو له مخي د طاقت بې ځایه استعمالول منع دی او دا پېښه دې ژر تر ژره وڅېړل سي.”

د تېري دوشنبې په ماښام په پېښور کي د پي ټي ايم پر احتجاجي کسانو پوليسو تشدد وکړ، وئې وهل او ځيني کسان ئې د ځان سره بوتلل.

د پي ټې اېم فعالې ثنا اعجاز د سه شنبې په ورځ په یوه مرکه کي وویل پولیس ناڅاپه د تحریک په پرامنه احتجاج کونکو حمله وکړه او بغیر د څه جواز یې وهل ټکول وکړل. دغه پېښه د گل، دوشنبې، په ورځ رامنځته سوې ده.

ثنا اعجاز وویل د پي ټي اېم فعالان چي پکي د لرې پرتو سیمو نه ورغلي خلک هم شامل وو په احتجاج ناست وو، د روژه ماتې تیاری روان و چي په گڼه شمېره کي پولیس ورغلل او د احتجاج دپاره لگول سوي خېمې یې لرل کول پېل کړې.

ثنا اعجاز وویل پولیس د دوی احتجاج د ختمولو غوښتنه هم وکړه خو دوی ورته وویل چي پرامنه احتجاج د دوی آئیني حق دی. مېرمن اعجاز وویل بیا پولیس تشدد شروع کړو، د پي ټي اېم فعالان یې ووهل، ځېنې پکي زخمیان سول او ځېنې پولیس گرفتار کړل.

ثنا اعجاز وویل وروسته د قبایلي ضلعو دپاره د خېبر پښتونخوا د حکومت مشیر اجمل وزیر او ملک خان مرجان د احتجاج ځای ته ورغلل او د پي ټي اېم د قومي اسمبلۍ غړو علي وزیر، محسن داوړ او د نورو گرفتار سویو کسانو د اختردپاره د ازادېدو لوظ یې وکړو خو بیا وویل چي دا د دوی د وس نه بهر خبره ده.

د پېښور پرلت د هغه پېښي په هکله روان وو، چي د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي پاکستاني پوځ د پي ټي ايم پر کاروان بريد وکړ چي ۱۴ تنه ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

په ورته مهال پوځ د پي ټي ايم مخکښ غړي علي وزير او محسن داوړ هم د ځان سره بېولي دي.