ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه دمبارکی پيغام

Aziz Rahman Hazim | جون 5th, 2019


سويډن – مالمو

د۲۰۱۹ ز کال دجون  ۴

خلگ وايي چي راغلی بيا اختردی / داپه چاباندي اختردی خداي خبردی

استاد پژواک

وطنداران مسلمان ومتدين!

حلول عیدسعید فطر رابه همه شماوسایرمسلمانان جهان از صمیم قلب تبریک وتهنیت عرض نموده ،از بارگاه ایزدمتعال یک افغانستان باامن ومرفع استدعامينمایم .

سپېڅلواوپتمنو هيوادوالوو!

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب ،تاسو شرافتمندو افغانانو،ستاسو درنوکورنيوهرغړی او دوستانو ته دنيکمرغه کوچنی اختر د را رسیدو له امله زړه له کومې مبارکی اونېکې  هېلې وړاندي کوم .

تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت  د لوي اوبې نيازڅښتن له دربار نه  دخوښ،نېکمرغه ،خوشحاله ژوند،په هيواد کي دسولی دراستنېدواو امن هیله کوم .

لوي څښتن دي په خپل ستردرباکښي زموږ دولس طاعت اوعبادت  قبول  او دهمدې  الاهی طاعت اوعبادت په برکت ددې غمځپلې اودجگړې په ااورکې سوځېدلي ولس ته سوله اوثبات په نصيب کړي .

الله تعالی دي ددې مقدسو اوبرکتی  ورځو اودروژې دمباره کی مياشتي عباداتو په برکت  زموږ مظلوم ولس ته  ددې زورونکی اوزړه بوږنوونکی حالت نه دتل لپاره  نجات ورکړي .

سپېڅلو،متدینو او پتمنو هيوادوالو!

موږ پدې پوهېږو چې  په هيوادکي اختر هغه اخترنه وه  چې په کورونوکي  به دنووکاليواونکرېځو،خوښيو اوخندا خبري کېدلې .  له بده مرغه زموږ دهيواد غوځ اکثريت  اوس دکورنيو اوبهرنيودښمنانودافغان وژونکی او ورانوونکې جگړې له امله دغم پرلمڅي ناست او اختر ترينه هير سوی دی ، ځکه خو په حقيقت کي دچاپرخوله دمبارکی خبره نه راځی،زموږ ولس وايي دادچا اختر ؟ موږ اخترنلرو ،موږ دغم پر کمبله ناست په کومه بهانه اوکومه خوله وخاندو!!!

دپاکستاني چارواکو اوايراني اخوندانو او نوروافغان دښمنودبربنډو لاسوهنوپر بنياد طالب ، داعش  اونورو وسله والومنفورواوقاتلو ډلوپوسيله ددې په نوم چې افغان وژنه ،ورانۍ اوماشومانوسرونو پرېکولو ،ځانمرگی بريدونه  او انفجار جهاد دی  او ددوي  په وينادبېگناه انسانانوقاتلانو اووژونکوپر وړاندي دجنتونودروازې پرانستل کيږي ،هره ورځ په لسگونوبې گناه انسانان د قدرت دتږ و اوهمدې گاونډو روزل سوو نوکرانولخوا دخپل خداي ورکړی ژوند نه محروم  اوپه شهادت رسېږې .دادهمدوي کړنې دي چې زموږ ولس اخترونه نلري اوخوښيوددوي له کور اوکهول نه گډه کړې ده .

متاسفانه پرخپل ځاي پاته د نامنلويوشمېردولتي چارواکوپه شتون اودبلي خوا په کور دننه کښي دملي گټوپرخلاف دپرديو په گټه اولمسون ،سياسي سيالی اوښکر په ښکرکېدلو په پايله کښي  به  زموږ هيواد اوهيوادوال  يوځل بيا ديوې لويي ملي غميزي اوناخوالي سره لاس او گرېوان وي .

دافغانستان د اوسنيوشرايطواونامعلوم سياسي بهير، دکورينو چارواکواونړوالي ټولنې سرگردان سياست له امله زموږ ولس دټول هيواد په کچه له  مختلفوچلنجونو، گډوډيو،گواښونواو نا اميديو او سياسي  بهران سره مخامخ  دی .

خوپر لوی څښتن باندي په توکل سره  پردې ډاډه  يوچې  يوه ورځ  به  زموږ دهيوادوالوله غولي نه دغم اوناورين لمڅۍ ټول اوداپر اسلام ،مذهب، ژبې اوقومی توپير باندي سوداگر چي دافغان ولس په خواريو، زورونې، غمونواوافغان دښمنه گاونډيانوته په چوپړکښي خپله اودخپل  بهرنی بادار راتلونکې ويني  ددې غيرتی ولس دنفرت اوکرکی له امله ورک اومختوری سی   .

موږ د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته  دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د خوښ،نېکمرغه  اوهوسا ژوندپيلېدوهیله کوو .

خداي دې وکړی چې ډير ژر دداسې يوې ورځې شاهدان اوسوو کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس  ديوخپلواک  او سوکاله افغان  په توگه ،چي  پر خپلو پښو ولاړ اودنړيوالوسره دټولنيز ژوند په بېلابېلوبرخوکښي دسالمې سياليوجوگه وي څښتن سی  .

دڅښتن تعالی له دربارنه هيله منديوچي ټول افغانان  دیووالي اوملي تفاهم دعينی گټوپه پوهېدوسره دملي گډزيار اوزحمت په برکت  دسرفرازی اوبريالتوب  ورستيو مرحلوته ورسېږي .

پدې هېله  چي ژر تر ژره ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي . امین یارب العالمین

په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب الله غمخور

Copyright Larawbar 2007-2024