کور / خبرتیا او پيغامونه / د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله د لراوبر ادارې د مبارکۍ پېغام

د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله د لراوبر ادارې د مبارکۍ پېغام

لراوبر اداره د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله ټول افغان اولس ته مبارکي وايي.

په داسي حال کي چي نن هم په ازاد وطن کي د سولي ولسي حرکت غړي طالبانو ونيول او د محکوم وطن په پېښور کي د پښتون ژغورني غورځنګ برلت د رياستي وحشت او ترهګرۍ ښکار سو د لراوبر اداره تمه لري چي د همدې نېکمرغه اختر په برکت په ازاد وطن کي سوله او امن راسي او محکوم وطن د پنجاب د ستمګر او دهشتګر ظلم او کړاوه د ابد لپاره خلاص سي.

هيله ده د وړوکي اختر شپې او ورځي پر افغانانو په خير تېري سي او دا د خوښۍ شېبې د هغه دردمنو او ځپل سويو کورنيو لپاره يوه شېبه د خوشالۍ احساس ورکړي چي د کورنۍ غړي ئې جګړې ځپلي دي او يا ئې غړي د دهشتګر پاکستاني پوځ لخوا لادرکه سوي دي.

خدای دي وکړي چي دا اختر مو د سولي او سوکالۍ د پيل پړاو سي.

په ازاد وطن کي د سولي او د محکوم وطن د ازادۍ په هيله!

په درنښت

د لراوبر اداره