کور / #PTM / د پي ټي ايم په ملاتړ په پښتونخوا کي پراخ لاريونونه روان دي

د پي ټي ايم په ملاتړ په پښتونخوا کي پراخ لاريونونه روان دي

په شمالي وزيرستان کي د پوځ لخوا د پي ټي ايم پر کاروان د ډزو او د مي پر دريمه په پېښور کي د پرلت پر کسانو د پوليسو له خوا د تشدد پېښي غندلو لپاره د محکوم وطن په ګڼو سیمو کي لاريونونه سوي دي.

په لاريونونو کي د خپل حق غوښتلو او د يادو پېښو د غندلو په موخه په زرګوونو کسان راټول سوي وه.

د اپريل پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي پاکستاني ترهګر پوځ د پي ټي ايم پر کاروان ډزي وکړې چي ۱۴ کسان ئې شهيدان کړل او شاوخوا ۳۰ کسه ئې ژوبل کړل.

په ورته مهال کي د پي ټي ايم مخکښ مشر علي وزير هم د ګڼو کسانو سره د پوځ لخوا ګرفتار سو.

د سيمي خلګ وايي چي د پېښي وروسته په سيمه کي د پوځ لخوا ګرځبنديز لګېدلی دی او هغه کسان چي په ياده پېښه کي ژوبل سوي دي د پوځ لخوا ايستل کېږي او د درملو په زور وژل کېږي.

د پاکستاني پوځ دا عمل په نړيواله کچه وغندل سو او د پښتنو په سيمو کي د دغه پېښي د غندلو او انصاف غوښتلو په موخه پراخ لاريونونه او پرلتونه وسول.

په پېښور کي هم د يادې پېښي د غندلو په موخه يو پرلت روان وو چي د مي مياشتي پر ۳ نېټه د پاکستاني پوليسو لخوا ورباندي تشدد وسو اوتر ۳۰ زيات کسان ئې ژوبل کړل.

اوسمهال په په کلاسیف الله، موساخېلو، سنځاوۍ، بوري (لورالايي) او ژوب کي د يادو پېښو پرضد پراخي مظاهرې سوي چي پکي ګڼو خلګو ګډون وکړ.

د پي ټي ايم يوه مخکښه وړانګه لوڼۍ  چي د کلا سیف الله په احتجاج کي  ئې ګډون کړی وو،  وویل چي پولیسو اجازه نه وه ورکړې خو پر دې سربېره ګڼ خلک ورغلي ول:

“د کلا سیف الله احتجاج ته علاقايي خلک راغلي ول او اختر دی نو له شاوخوا څخه مساپر وروڼه هم مظاهرې ته راغلل. له کلا سیف الله څخه پرته دلته په موساخېلو کي مظاهره وسوه، په لورالايي کۍ، په سنځاوۍ کي او په ږوب کي مظاهرې وسوې. د پښتون ژغورنې غورځنګ چي هر وخت احتجاج وي، مظاهره وي،جلسه وي نو زموږ د پښتنو قامپرست ګوندونه هغه وخت له موږ سره په دې کي ګډون کوي، د دوی خلک، د دوی مشران له موږ سره هرو مرو موجود وي.”