کور / #PTM / له مشهور هالنډي اخبار سره د منظور پښتين مرکه

له مشهور هالنډي اخبار سره د منظور پښتين مرکه

دا ليکنه د هالنډ يوې وتلې ورځپاڼې ( د فولکس کرنت)  ۲۰۱۹ کال د جون په ۴مه خپره کړې او د هالنډي خبريال بېن فان رای ليکلې ده.

ژباړړونکی: محمد اقبال وزيري

د منظور پشتين مرکه
منظور پشتين په پاکستان کې د ډموکراتيک مقاومت سيمبول شو: «دا پوځ دی چې سخت دريځي کري.» ځوان منظور پشتين او د هغو ځوانو پلويانو په سوله يز مقاومت سره د پاکستان پوځ قدرت وننګوه. خو دوی به څومره وکړای شي چې نور مخ ته لاړ شي؟ پوځيان په شمالي وزيريستان کې ټينګ کمپاين کوي چې د [PTM] د فعالينو سره مقابله وکړي. پشتين په دې باور دی چې نرم قوتونه به ميدان ګټي. د پاکستان پوځ هوښيار دی. پوځيان هر وخت په ظاهره داسې ښښيي چې ګواکې دوی په ټينګه د تروريزم سره په جګړه بوخت دي تر څو دوی ته د لوېديځو هېوادو مالي ملاتړ جاري وي. ځکه دوی موږ د سخت دريځو او ترورېستانو په څېر انځوروي. خو دوی پدې کې بريالي کېدای نه شي. نن د پېښور نه د سکايپ د اړيکې له لارې د بشر د حقونو فعال پشتين (۲۴) د مبارزې ډک غږ راته. دی دا اوس د يوه پرلت نه بېرته راغلی و چې په شمالي وزيريستان کې تېره اوونۍ د پاکستان پوځ د يوې پوستې له خوا د ۱۴ فعالينو د وژلو او د پارلمان د دوو غړو د نيولو پر ضد اعتراض وکړي. دا پرلت د ورځې په پای کې د زور په کارولو سره ړنګ شو. پشتين د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر دی او په لنډ وخت کې په تېره د ځوانانو په منځ کې د ډموکراتيک مقاومت په سيمبول بدل شو. د PTM بنسټ د ۲۰۱۸ کال په پيل کې کېښودل شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د نه تشدد يو مدني غورځنګ دی چې د پنجاب وروسته د پاکستان د اوسېدونکو ډېره کی جوړوي. دوی په ځانګړي ډول د افغانستان سره د کرښې په اوږدو او د خيبر پښتونخوا په ايالت کې اوسيږي. PTM په قبايلي سيمو کې د پاکستان د ځواکمن پوځ د تيري په وړاندې اعتراض کوي چې هلته پوځيان او سخت دريځي (تر ټولو د مخه د پاکستان طالبان) يو د بل سره جنګيږي او خلک يې بيه پرېکوي. PTM د پاکستان د پوځ له خوا په ارادي ډول د خلکو د بندي کولو، په نا قانونه توګه د زندۍ کولو او د تري تم کولو د زور زياتي پر ضد اعتراض کوي. د پشتين په وينا «زموږ تر ټولو مهمه غوښتنه تل دا ده: چې که دلته کومه پېښه کيږي نو ټول خلک مه جزايان کوئ» او «موږ تل د قانون په چوکاټ کې عمل کوو.» پشتين وويل چې د تېرې اوونۍ پېښه د تېر يو نيم کال په جريان کې تر ټولو خطرناکه او جدي وه. پوځ وايي چې د دوی په پوسته باندې وسله وال بريد شوی، خو د پشتين په وينا : د PTM يوه ډله چې په هغې کې د پارلمان دوه غړي وو يوې غونډې ته روانه وه چې د کنټرول پوستې څخه د شا ډزې پرې وشوې. «په وزيريستان کې خلک نه شي کولی چې وسله وګرځوي. زموږ کسان د سفر په جريان کې په شلو پوستو کې کنټرول شوي دي. د پوځ د وياند له خوا کيسه بې مانا ده او په پاکستان کې دی تر ټولو لوی دروغجن دی.» پشتين د دغه ټکر د پېښېدو نه وروسته سمدلاسه غبرګون نه دی ښوولی «ځکه چې زما دا عادت دی د مخه تر دې چې څه ووايم لومړی پلټنه کوم چې څه پېښ شوي دي.» د پېښې نه وروسته پوځيانو نېغ په نېغه انټرنېټ، د موبايل شبکه او د تليفون لاينونه بند کړل لکه چې تل دغسې کوي. دوی دا د دې له پاره کوي چې څوک ونه شي کړای د رښتيا نه خبر شي او دوی يوازې خپل پروپاګنډ خپور کړي. د خړ کمر د وينې د حمام په اړه راپورونه په بشپړه توګه توپير لري. د شمالي وزيريستان په ضلع کې چې د پېښور د سووېل په ۲۰۰ کيلومتری کې پراته ده، هغه څه چې تېره اوونۍ د جمعې په ورځ په کره توګه د خړ کمر په پوسته کې پېښ شول په دې اړه لري چې تاسو د هغې په هکله د چا نه پوښتنه کوئ. هلته د پاکستان د حکومتي پوځ او د پښتنو د مدني غورځنګ PTM د فعالينو تر منځ مقابله وه چې مرګ ژوبله په کې وشوه، دا رښتيا ده. خو د دې ټکر په اړه ټول روايتونه په بشپړه توګه توپير لري. د پوځ په نظر د تلاشی پر پوسته وسله والو سخت دريځو بريد وکړ چې په هغه کې درې تنه مړه او پنځه پوځيان ټپيان شول. د مظاهره کوونکو په نظر چې په هغو کې د وزيريستان دوه د پارلمان غړي او د PTM مشران هم وو، د فعالينو يوه ډله په سوله يز ډول يوې پرلت ته چې د پوځ د ناوړه چلند په اړه وه پوځيانو ناببره ورباندې ډزې وکړې چې په هغې کې ۱۴ فعالين ووژل شول او په لسګونو ټپيان شول. د انټرنېټ ويډيو ګانو ښووله چې ملکيانو د پوځيانو سره خبرې اترې کولې او چې په يوه پاټک يې د تېرولو هڅه کوله او بيا هرې خوا ته منډې شوې. يوازينی سياستوال علي وزير د اتو نورو کسانو سره ځای په ځای ونيول شول، هغه بل سياستوال محسېن داوړ د پنجشنبې په ورځ پوځ ته ځان تسليم کړ. دا سيمه تر اوسه همداسې بنده ده، هلته په ګرځېدو بنديز ټينګ دی او انټرنېټ او ټليفون پرې شوي دي. پشتين موسکی شو او وويل: «په دغه وخت کې دا ستراتيژي يوازې مهربان خدای ته مالومه ده.» په ټولنيزه ميډيا کې د وينې د حمام په اړه خبرونو په پاکستان کې ملي شورماشور جوړ شو او کله چې پوځ د اپوزيسيون نه ناهيلی شو نو د پشتين په وينا بيا يې د عمران خان لاسپوڅی حکومت مرستې ته راوبلو. دوی پرېکړه وکړه چې د فعالينو د مړو هره کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ يورو او د ټپيانو هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ يورو تاوان ورکول ومني. پشتين وويل چې «موږ هېڅ پيسې نه غواړو، موږ عدالت غواړو برسېره پر دې دوی زموږ د پارلمان دوه غړي علي وزير او محسېن داوړ نيولي دي، چې يوازې دوی په پارلمان کې د پوځ د رول په اړه نيوکې کولې. موږ يوه خپلواکه پلټنه غواړو، د بنديانو خلاصول او د پېښو مسؤلينو ته جزا غواړو. او موږ دا غواړو چې په قبايلي سيمو کې د پوځ نه اداري واکونه حکومت ته ولېږدول شي.» داسې ښکاري چې حکومت هم مقابله کوي. د حکومت يوه وياند تاسو د حکومت ضد جاسوسان وبللئ او وويل چې د تاسو وروستۍ ګړۍ په تېرېدو ده. واکمنو موږ هر وخت په سره ورځ زيان رسوونکي بللي يو. دوی وايي چې موږ د اسلام پر ضد يو، په دې چې موږ ښځو ته اجازه ورکړې چې زموږ سره په مظاهرو کې ونډه واخلي او چې موږ سخت دريځي تيري کوونکي يو، او عادي خلکو ته وايي چې زموږ فعالين د CIA او هندوستان د پټو ادارو اجنټان دي. «خو خلک د دوی په خبرو هېڅ باور نه کوي. ولې؟ ځکه چې خلک زموږ فعاليتونه چې PTM د يو نيم کال په جريان کې مو تنظيم کړي دي تر اوسه يو موټر وېجاړ کړی نه دی او نه مو کومه تيږه وراچولې ده. موږ يو سوله يز غورځنګ يو. موږ هر ډول سخت دريځي که هغه مذهبي سخت دريځي وي او که د پوځ ترور او بربريت وي ردوو.» پشتين وويل چې دا ټول پروپاګنډ دی. «دا دې پاکستان پوځ دی چې د بربر په شان کاروايې يې وکړه او زموږ په قبايلي سيمه کې سخت دريځي کري.» ما پخپل کلي کې په خپلو سترګو ليدلي دي چې پوځ څنګه طالبان روزل چې افغانستان ته لاړ شي او هلته افغانان او لوېديځ سرتيري ووژني. خو موږ PTM د دوی دغه کار ته د پای ټکی کېښود. موږ د دولت له لوري دا ضمانت شوی تروريزم نور نه منو. «د پاکستان پوځ داسې ښيي چې ګويا دوی ترورستان وژلي دي. خو د طالبانو د ۸۸ قوماندانانو نه ۸۷ د امريکا بې پيلوټه الوتکو مړه کړي او يو تن يې په خپل بم مړ شوی دی. د پوځ له خوا هېڅ يو نه دی مړ شوی. د ترورستانو پر ځای د پاکستان پوځ ملکي خلک وژلي دي. دوی په دې کار کې اوږد تاريخ لري. دوی يو ميليون او درې لکه بنګاليان، بلوڅ، سينديان او پښتناه وژلي دي. پرته له دې چې نړيوالې ټولنې يې لاس نيولی وي.» ايا د خان حکومت به چارې په بل ډول ونه کړي؟ «عمران خان د خلکو سره د نوي پاکستان وعده وکړه، خو هغه دروغ وويل. هغه د خلکو نه رايې واخېستې او بيا يې خپله اصلي څېره وښوده. هغه ويلي و چې هېڅکله به IFM ته ورنه شي خو هغه ورغی. هغه ويلي و چې د سخت دريځۍ سره مبارزه کويخو هغه مبارزه ورسره ونه کړه. هغه ويلي و چې د خلکو تري تم کولو ته د پای ټکی ږدي خو اوس يې په خپله د پارلمان دوه غړي تري تم کړل. حلکو ويل چې عمران خان د دوی وروستۍ هيله ده. او اوس څه روان دي.» تاسې اوس د دغه حکومت نه هيله نه لری؟ زه د بېورلو او مظلومو خلکو ملاتړی يم او په دې ډول د هر چا نه دا هيله لرم. خو افسوس دی چې د وزيراعظم د هغو خبرو چې د ټاکنو په مهال يې د خلکو سره کولې او د هغو کړنو چې اوس يې کوي تر منځ لوی واټن دی.خو موږ کوښښ کوو چې څومره شونې وي د قانون په چوکاټ کې د خلکو له پاره کار وکړو، او پوځيانو ته اجازه نه ورکوو چې موږ زور ته اړ باسي ځکه چې دا به دوی ته بخښنه وي چې زموږ سره حساب وکړي. تاسې د دوی نه ډار نه لرئ چې دوی به PTM يو څه کمزوری کوي؟ يا تاسو پخپله؟ دا لومړی ځل نه دی چې دوی غواړي په موږ پسې راشي، زموږ خلک ونيسي او ويې وژني. څه چې په ما پورې اړه لري مرګ موږ ته يوه ورځ په خپله راځي. ولې به زه په دغه وخت کې د سولې او رښتيا له پاره ونه جنګېږم؟ موږ به انشا الله خپل هېواد بدل کړو او په بل حالت کې به زموږ راتلونکي نسلونه دا کار وکړي. زه په خپل زړه کې سوله لرم. دوی کولی شي چې ما غلی کړي خو زه په هر صورت د هغه څه له پاره جګ شوی يم چې باور پرې لرم. پای ۲۰۱۹ کال د جون ۷مه دوردرېخت، هالنډ