کور / #PTM / محمود خان اڅکزی: پاکستان دي د خړ کمر پر پېښه له وزيرو څخه بخښنه وغواړي

محمود خان اڅکزی: پاکستان دي د خړ کمر پر پېښه له وزيرو څخه بخښنه وغواړي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، چي د شمالي وزيرستان د خړ کمر د پېښي په هکله بايد پاکستان د وزيرو څخه بخښنه وغواړي.

ښاغلي اڅکزي دا خبري تېره ورځ په ګلستان کي د اختر په مناسبت وينا کي وکړلې.

نوموړي د پوځ لخوا د پي ټي ايم پر غړو تشدد په کلکه وغندی او وئې ويل چي ددې پېښي څېړنه دي وسي.

د فبروري پر ۲۶ نېټه د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کي د پي ټي ايم پر کاروان بريد وکړ چي په کي ۱۴ تنه ئې شهيدان او په لسګونو نور ئې ژوبل کړل.

ددغه پېښي د غندلو لپاره په ټوله پښتونخوا کي لاريونونه پيل سوي دي او دا پېښه په نړيواله کچه هم غندل سوې ده.

د اپريل پر ۳ نېټه په پېښور کي پوليسو د پي ټي ايم پر پرلت تشدد وکړ او تر ۳۰ زيات کسان ئې ژوبل کړل.

محمود خان اڅکزي  پښتون ژغورني غورځنګ ته په اشاره وویل، چي امنیتي ادارې دي د حق غوښتونکو خلکو پر احتجاجونو نه بندیز لګوي او نه دي هم هغوي ځوروي.

نوموړي پر خپلو پلويانو ږغ وکړ چي په هر ډول حالاتو کي به د پي ټي ايم ملاتړ کوي.

نوموړي وويل: ”د علي وزیر مور په سپین سر وینا کړې ده. ټول افغان اورېدلې ده. هغې ویلي دي که زما بچي او د هغه ملګرو کومه ګناه کړې وي نو په اور کي ئې واچوئ خو که هغوی بې ګناه وي نو زموږ مرسته وکړئ. نور څوک که یې کوي که ئې نه کوي خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند به ئې په هر حالت کي کوي.”

ښاغلي اڅکزي د ډيورنډ پر کرښه اغزن تار ته هم اشاره وکړه او وئې ويل، چي دا نه سي منلای او دې تار دوه ملتونه سره جلا کړي دي، چي د نړيوال قانون خلاف کار دی.