کور / راپور / کوزه پښتونخوا: په زيارت سيمه کي چاودنې درې کسان وژلي دي

کوزه پښتونخوا: په زيارت سيمه کي چاودنې درې کسان وژلي دي

د کوزي پښتونخوا په زيارت سيمه کي په يو ګاډه کي چاودنه سوې ده، چي پکي درې تنو ژوند له لاسه ورکړی دی او درې نور کسان پکي ژوبل دي.

پېښه د خرواري بابا په سیمه کي سوې ده، خو تراوسه د پېښي نوعيت مالوم نه دی.

راپورونه وايي، چي وژل سوي او ژوبل کسان د کراچي اوسېدونکي دي او زيارت ته د اختر د مېلې لپاره راغلي وه.