کور / اسلامي / دطلحه (رض) اسلام

دطلحه (رض) اسلام

طلحه (رض) فرمایی- چی زه په غرض دتجارت بصری ته تللی وم-


یوه ورځ د بصری په بازار کی ووم چه یو راهب د خپلی صومعی-


(عبادت خانی) نه دا آواز کولو چه تپوس وکړی چه په دی خلکو کی څوک دحرم مکی او سیدونکی خو نشته طلحه وویل چه زه دحرم مکی


او سیدونکی یم۰ راهب وویل چی آیا احمد (ص) ښکاره شوی دی ؟


ما وویل څوک (ص) راهب وویل د عبد الله بن عبدالمطلب ځوی—


دا میاشت د هغه دښکا ره کیدو ده چه په مکه کی به ښکاره کیږی۰


یوی شګلنی او د کجورو ونو والا ځمکی ته به هجرت کوی وهو آخرالانبیاء او هغه آخری نبی دی ګوره روستو پاتی نشی۰


د راهب په دی خبرو سره زما په زړه باندی  خاص آثر اوشو—


فوراً وا پس مکی ته راغلم او دخلکونه می تپوس اوکړوآیا کومه نوی


خبره خو نه شته ؟ خلکو وویل چی محمد آمین (ص) د نبوت دعوا کړی


او ابن ابی قحافه یعنی ابو بکر دهغه سره تللی دی ۰ زه فو راً د ابو بکر خواته ورسید ابو بکر زه د رسول الله (ص) په خدمت کی حاضرکړم


او هغه ته می د راهب پوره واقعه بیان کړه


اصابه 229/ج/2 ترجمه طلحه(رض)