کور / راپور / کندهار کي دولسمشريزو ټاکنو لپاره د رايي ورکولو د نومليکني بهير پيل سو

کندهار کي دولسمشريزو ټاکنو لپاره د رايي ورکولو د نومليکني بهير پيل سو

نن د شنبې په ورځ د هيواد د نورو ولايتونو ترڅنګ په کندهار کي هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوم ليکني پروسه پيل سوه.

 د مراسمو په پيل کي د ټاکنو د خپلواک کميسيون رئيس ډاکټر محمد هاشم دراني وويل، په کندهار کي د نوم ثبتوني لپاره ټول ۲۸ مرکزونه ټاکل سوي، چي ۱۷ يې په ولسوالیو او ۱۱ يې په ښار کي دي، هغه زياته کړه، ټول هغه افغانان، چي تازه يې د ۱۸ کلنۍ عمر بشپړ کړی وي، د بهرنيو هيوادونو څخه بیرته هیواد ته راغلي وي او یا يې کندهار ته نقل مکان کړی وي کولای سي پر خپلو تذکرو ( هويت پاڼو ) باندي سټيکر ووهي.

ښاغلي دراني وويل، د نوم ليکني پروسه به په ټاکل سوو مرکزونو کي د جوزا د مياشتي له ۱۸ نېټې څخه پیل او تر راتلوونکو ۱۵ ورځو پوري به دوام وکړي، چي په خبره يې د ښار او ولسوالیو په ټولو مراکزو کي اساسي مواد موجود دي او د نارینه او ښځینه مراجعینو لپاره ښځینه او نارینه کارکوونکي په دندو ګمارل سوي دي.

دغه راز په مراسمو کي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د خپلو خبرو پرمهال وويل، چي تېرو پارلماني ټاکنو ته په کتو دي پېښېدونکي تخنیکي ستونزي پر وخت تشخیص او د هغه د حل په برخه کي دي له هري ممکنه لاري ګټه واخيستل سي، څو مراجعين په ښه توګه نوم ثبتونه وکړي.

نوموړي وويل، ولایتي شورا، رسنۍ، مدني نهادونه او مېرمني دي ولسونه وهڅوي، څو هغوئ هم د نوم ثبتوني په دغه پروسه کي برخه واخلي او خپل حقوق تأمين کړي.

ښاغلي منیب د ټولو ولسونو څخه مننه وکړه، چي د تېرو پارلماني ټاکنو لپاره يې نوم ثبتونه کړې او په ټاکنو کي يې په پراخه کچه برخه اخيستې وه، نوموړي غوښتنه وکړه، چي ولسونه دي د تېر په څېر د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره هم د نوم ثبتوني په پروسه کي برخه واخلي.

دغه راز د ولايتي شورا غړي نعمت الله شېردلي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چي د تاکنو لپاره د ډاډمن امنیت د ساتلو او حق و حقدار ته د رسولو په برخه کي دي بشپړ چمتووالی ونیسي، څو د شفافي پروسي له لاري افغانان خپل راتلوونکی جمهور رئيس وټاکي.