کور / راپور / په شمالي وزيرستان کي پر پوځ بريد ګڼ شمېر پوځيان وژلي دي

په شمالي وزيرستان کي پر پوځ بريد ګڼ شمېر پوځيان وژلي دي

نن د شنبې په ورځ په شمالي وزيرستان کي د پاکستاني پوځيانو پر ګاډي بمي بريد سوی چي په کي دوه پوځيان ځای پرځای وژل سوي او درې تنه سخت ژوبل سوي دي.

پېښه نن د شمالي وزيرستان په بويادېګان سيمه کي سوې ده.

د سيمي څخه راپورونه وايي، چي پېښه هغه مهال رامنځ ته سوه، چي کله د پوځيانو ګاډۍ د سړک د غاړي پر يو ځای پر ځای سوي ماين وربرابر سو.

تېره ورځ هم په شمالي وزيرستان کي د پوځ پر ګاډي د ماين چاودني له امله څلور پاکستاني پوځيان ووژل سول او ګڼ شمېر نور ټپيان سول. په ټپيانو کي د ځينو حالت ډېر نازک ښودل سوی دی چي په روغتون کي به ساه ورکړي.

ددواړو پېښو پړه د تحريک طالبان په نوم یوې ډلي پرغاړه اخيستې ده، خو لا تراوسه مالومه نه ده چي ايا دا په سيمه کي د پاکستاني پوځ نوې دسيسه ده او که رشتيا هم پاکستاني طالبانو دا کار کړی دی.

پاکستانی پوځ په سيمه کي د ناامنۍ جوړلو لپاره بېلابېلي دسيسې کاروي ، چي په دې سره په شمالي وزيرستان کي خپلي پښې ټينګي کړي.

د اپريل پر ۲۶ نېټه د خړ کمر سيمه کي د پوځ لخوا پر پي ټي ايم د بريد وروسته په سيمه کي ګرځبنديز لګېدلی دی.

په دغه پېښه کي پاکستاني پوځ ۱۴ اولسي وګړي شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

ځايي خلګ وايي، چي له دغه پېښي وروسته په سيمه کي د پاکستاني پوځيانو لخوا ګرځبنديز لګېدلی دی او هيڅوک نه سي کولای چي له کوره راووځي.