کور / اقتصادي / ناسا ادارې فضا ته د شخصي او سوداګريزو سفرونو اعلان وکړ

ناسا ادارې فضا ته د شخصي او سوداګريزو سفرونو اعلان وکړ

د امريکا د فضايي څېړنو ملي اداره (ناسا) وايي، چي د ۲۰۲۰ کال د رارسېدلو سره به فضا ته د شخصي او سواداګريزو سفرونو لار پرانيزي.

ناسا اداره وايي، چي په همدې موخه چمتو والی نيول سوی دی، چي د فضا دروازې به د سياحتي او نورو سوداګرېزو فرصتونو پر مخ پرانستل سي.

د يادي ادارې مسؤولين وايي، چي په هرکال کي به ناسا دوه لنډمهالي سفرونه فضا ته ولري.

دناسا ادارې مالي چارو مسؤول تېره ورځ وویل، چي دغه اداره به په بې سارې توګه نړېوال فضايي مرکز د سوداګريزو فرصتونو د بازار موندني لپاره خلاص کړي.

مخکي له دې ناسا فضا ته د سوداګريزو سفرونو سره مخالفت ښودلی وو، خو اوس دې کار ته راضي سوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چي د ۲۰۲۵ کال د رارسېدلو سره به د نړيوال فضايي مرکز لپاره بوديجه بنده کړي.

ويل کېږي چي په فضا کي يوه شپه تېرول به شاوخوا ۳۵۰۰۰ ډالره لګښت ولري.