کور / راپور / د کورنيو چارو وزارت: طالبانو تر خپل واک لاندي سيمو بزګرانو ته امر کړی، چي کوکنار وکري

د کورنيو چارو وزارت: طالبانو تر خپل واک لاندي سيمو بزګرانو ته امر کړی، چي کوکنار وکري

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چي سږ کال ډېر کوکنار په هغه سيمو کي کرل سوي وه، چي د وسلوالو طالبانو تر کنټرول لاندي دی.

د ياد وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، چي اوس د افغان دولت ډېر تمرکز د نشه اي توکو د کارخانو پر له منځه وړلو ور ټول دی.

نوموړي دا څرګندوني پر داسي مهال کړي دي، چي سږ کال افغان دولت د کوکنارو د کښت اړولو لپاره  پلان نه درلود.

چارواکي وايي، چي د کوکنارو د کښت اړولو لپاره دوی ته د مرکزي ادارې لخوا کوم پلان نه وو ورکړل سوی.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي: “دښمن تر خپل واک لاندې سیمو کي خلکو ته امر کړی چي په خپلو ځمکو کي کوکنار وکري او نشه یي مواد تولید کړي، پر دې اساس د افغان نظامي ځواکونو پالېسي داده چي د دښمن عایداتي سر چینې په نښه او وچي کړي، په روان شمسي کال کي زموږ پلان دا دی چي د دښمن د مرکزونو او مشرانو ترڅنګ، د نشه يي موادو د جوړولو هغه کارخانې هم ويجاړي کړو چي دوی ته یې ګټه رسېږي.”

افغانستان په نړۍ کي د هغه هيوادونو په سر کي ځای لري چي ډېر کوکنار پکي کرل کېږي.

د افغانستان د بيارغوني د څار کمېټه (سيګار) وايي چي نشه اي توکي افغانستان ته تر امنيتي او اقتصادي ستونزو غټ مشکل دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځواکونو په تېرو شلو ورځو کي د (۲۷۸) عملیاتو په نتیجه کي (۳۲۳) قاچاق کوونکي نیولي او د نشه يي موادو (۵۴) لابراتوارونه او دوه زېرمې ویجاړې کړي دي.