کور / د ماشومانو نړۍ / د لوګر ولايت د محمد اغي ولسوالۍ اوسېدونکو اته ښوونځي تړلي دي

د لوګر ولايت د محمد اغي ولسوالۍ اوسېدونکو اته ښوونځي تړلي دي

دغه ښوونځي د محمد اغي ولسوالۍ د ده نو په کلي کي دي، چي دوې ليسې، دوه منځني ښوونځي او څلو د هلکانو او انجونو ښوونځي پکي شاملي دي.

د سيمي خلګ وايي، چي ښوونځي ئې ځکه تړلي دي چي حکومت ورته نژدې پوستې جوړي کړي دي او هغوی همېشه ډزي کوي.

د ده نو د کلي يو اوسېدونکی عبدالواحد مبارز وايي: دی وایي:

“د ولسي پاڅون په نامه یې د هستوګنې کورونو ته نږدې پوستې جوړې کړي، دغه پوستې تل ډزې کوي، خلک مجبور سول چي خپل ماسومان ښوونځیو ته پرې نږدي چي ټپيان او یا ونه وژل سي.”

په دغه ښوونځو کي شاوخوا دولس زره هلکان او انجوني زده کړي کوي چي په تړل کيدو سره ئې له زده کړو محرومېږي.

د سيمي اوسېدونکی وايي، چي حکومت ورسره څو ځلي ژمنه کړې چي يادي پوستې به د ښوونځيو څخه ليري کړي خو لا تراوسه دا ژمنه نه ده پوره سوې.

د ده نو د کلي يو اوسېدونکی اميد وايي: “موږ د دې له امله ښوونځي تړلي چي والي صاحب د ستونزې د حل لپاره ژمنه وکړه، خو هېڅ اقدام یې ونه کړ، خلکو تصمیم ونیو چي د ښوونځیو دروازې وتړي، خپل غږ مسؤلینو ته رسوو، مخکي له دې په ځینو مواردو کي د ښوونځیو زده کوونکي ټپیان سوي او وژل سوي هم دي، له دې بدتر به نور څه وي؟”

محمد اغي ولسوالۍ يوه له هغه ولسواليو څخه ده چي په دې وروستيو کي د نا امنۍ پېښي پکي ډېري سوي دي.