کور / راپور / لويي څارنوالۍ د فوټبال فدراسيون د پخواني مشر د نيولو حکم صادر کړی دی

لويي څارنوالۍ د فوټبال فدراسيون د پخواني مشر د نيولو حکم صادر کړی دی

لويه څارنوالي وايي، چي د افغانستان د فوټبال فدراسيون د مخکني مشر کرام الدين کريم د نيولو حکم ئې صادر کړی دی.

څارنوالي وايي چي دغه حکم ئې مياشت وړاندي صادر کړی دی.

د لويي څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي وايي، چي وروسته له هغه چي پر نوموړي د جنسي څورونو تورونه ولګېدل او تحقيقاتي پلاوي خپلي څېړني بشپړي کړې، دوی ئې د نيولو حکم صادر کړ.

هغه وویل:”شااوخوا یوه میاشت مخکې تحقیقاتي پلاوي د افغانستان د فوټبال فدارسیون د مخکني مشر د نیولو حکم صادر کړی دی، له امنیتي او کشفي ارګانونو څخه یې غوښتي چي د افغانستان د فوټبال فدارسیون پخوانی مشر ونیسي او څارنوالۍ ته ئې معرفي کړي.”

دا په داسې حال کي ده چي تېره ورځ د فوټبال نړیوال فدارسیون یا«فیفا» هم نوموړی د یادو تورونو له امله د تل لپاره د فوټبال اړوند ټولو فعالیتونو څخه منع کړ او ترڅنګ یې څه باندې یو میلیون امریکایي ډالر نقدي جریمه کړ.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم لږ تر لږه پنځو تنو پخوانیو غړو پر ښاغلی کریم د ٢٠١٣ او ٢٠١٨ کلونو ترمنځ د جنسي ځوروني ادعاوي وکړې چي وروسته ئې د سپیناوي لپاره فیفا او د افغانستان لویې څارنوالۍ څېړنې پيل کړې.

د امريکا سفير جان بس د افغانستان د لويي څارنوالی دا اقدام ستايلی دی او ويلي ئې دي د افغان مېرمنو د کار لپاره بايد هغوی ته خوندي او مصؤون چاپريال برابر سي.