کور / راپور / د هلمند بغرا والې ته د موټر لوېدلو له امله ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د هلمند بغرا والې ته د موټر لوېدلو له امله ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کي د بغرا ويالې ته د موټر لوېدلو پېښه کي اته تنه مړه سوي او څلور نور ژوبل سوي دي.

په مړه سوو کسانو کي ښځې، ماشومان او نارینه هم شامل دي او ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک لراوبر ته وويل، چي پېښه نن پکشنبه د ګرشک ولسوالۍ په ايشک سيمه کي رامنځ ته سوې ده.

د ځواک په خبره، “کله چي دغه موټر د تېرېدو په حال کي وو، په دغه ساحه کي بغرا کانال ته لوېدلی دی، چي له امله ئې یاد شمېر کسان مړه او ټپيان سوي دي.”

ويل کېږي چي پېښه د موټر چلونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.

په افغانستان کي د ترافيکي قوانينو نه مراعتول د ډېرو پېښو لامل کېږې چي هره ورځ د خلګو ژوند اخلي.