کور / اقتصادي / ناټو د افغان ځواکونو سره د مالي مرستو تازه ژمني کړي دي

ناټو د افغان ځواکونو سره د مالي مرستو تازه ژمني کړي دي

د ناټو سازمان غړو هيوادونو په بروکسل کي تازه ژمنه کړې چي تر ۲۰۲۴ کال پوري به دوی د افغانستان سره د مالي مرستو لړۍ جاري وساتي.

د افغانستان د ماليې وزارت د يادي ژمني په هکله خوښي څرګنده کړې او ويلي ئې دي چي په دې سره هغه اندېښنې ليري سوې چي ګڼي نړيواله ټولنه به افغانستان يوآځي پرېږدي.

د ماليې سرپرست وزير همايون قيومي وايي: “د بروکسل په ناسته کي چي د ناټو ټولو غړو هېوادونو پکي حضور درلود، پکي یو ځل بیا له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند سو، دوی په افغانستان کي له شویو پرمختګونو هم خوښي څرګنده کړه او ټينګار ئې وکړ چي تر ۲۰۲۴ او له هغې وروسته به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.”

دغه لګښت هر کال پنځه میلیارده ډالر اټکل کېږي چي زیاته برخه‌ یې د امریکا متحده ایالات او د ناټو نور متحدان ورکوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د تېرې سې شنبې په ورځ د بروکسل په غونډه کي ویلي چي د روان کال د مي میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې بسپنه ورکوونکو هېوادونو د افغان ځواکونو د ملاتړ له صندوق سره دوه میلیارده او ۸۰۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د ملي اردو د ملاتړ صندوق به د نړیوالې ټولنې پراخو مرستو ته پرانیستی پاتي سي.