کور / سپورټي / د کرکټ بورډ ځیني‌غړي ‌محاکمه کېږي

د کرکټ بورډ ځیني‌غړي ‌محاکمه کېږي

شفيق ستانکزى او شېر اغا همکار څارنوالۍ ته معرفي کېږي
د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانى اجرايوي رئيس شفيق ستانکزى او د لوبډلې مخکېنى مدير شير اغا همکار د درغليو په تور لويې څارنوالۍ ته معرفي کېږي. ويل کېږي د کرکټ نړيوالې شورا داسې اسناد کرکټ بورډ ته سپارلي دي چې په شفيق ستانکزي او شېر اغا همکار د درغليو تورونه ثابتوي، خو تر اوسه ياد اسناد څارنوالۍ ته نه دي لېږل شوي او له کرکټ بورډ سره پراته دي.

ويل کېږي شفيق ستانکزي د خپل اجرائيه رياست پر مهال په ګڼو قراردادونو کې درغلۍ کړې دي. دغه درغلۍ د لوبغالو په جوړولو، تمريناتي کمپونو، سفرونو، لوبو او نورو چارو کې شوې دي چې د زر ډالرو د مصرفېدو په صورت کې يې د لس زره ډالرو بېل جوړ کړى دى او د کرکټ بورډ له بوديجې يې پيسې ايستلي دي.
دغسې ډېره نوره بوديجه هم په داسې چارو لګول شوې ده چې په کرکټ بورډ پورې اړه نه لري او نه به هم د دنيا نورو کرکټ بورډونو داسې کار کړي وي چې د بورډ په پيسو دې سياستوال، د بورډ ډېر غړي او خپلوان بهر ته ولېږي او بيا دې هلته د بورډ له بوديجې پرې مصارف هم وکړي.
له دې ټولو درغليو سره پخواني رئيس نسيم دانش ځکه له شفيق ستانکزي سره کار نه درلود چې دانش غوښتل صرف خپل رياست يې برقراره وي، نور يې د څه غم نه کاوه.
کله چې عاطف مشعل د کرکټ بورډ رئيس شو، له شفيق ستانکزي سره يې په همدې لانجه وه چې ولې ټوله شوړه ځان ته وهي، په همدې خاطر د کرکټ بورډ غړي د مشعل او شفيق ترمنځ ووېشل شول او د يو بل خلاف يې په ټولنيزو رسنيو کې هم تبليغات پيل کړل، خو وروسته د مشعل او شفيق ترمنځ جوړجاړى وشو او کيسه غلې شوه، خو د عزيزالله فضلي په راتګ سره نوموړى له دندې لرې شو او کور ته ولېږل شو. له دندې لرې شوى شفيق ستانکزى اوس هم هڅې کوي چې بېرته بورډ ته راشي.
هغه شفيق ستانکزى چې يو وخت د لوبډلې عادي ژباړونکى و، اوس د ارګا او بارګا څښتن دى او په اماراتو کې يو ښه لوکس رسټورانټ لري چې دا هر څه يې د کرکټ بورد له ادرسه پيدا کړي دي.
شېر اغا همکار بيا د سفرونو په درغليو کې د شفيق ستانکزي شريک بلل کېږي. دوى په لوبډله کې هم خپله ډله درلوده او له هغو به يې په خپله ګټه استفاده کوله، په بدل کې يې بيا دوى د هغو لوبغاړو راپورونه نه خپرول او له بورډ سره يې نه شريکول چې په سفر کې به يې هر ډول نخرې کولې.
شفيق ستانکزي که څه هم څو ځله په خپله فېسبوک پاڼه کې په کنايو کې دا خبره کړې چې څوک يې سپکولاى نه شي، خو و به کتل شي چې کله به يې څارنوالۍ د درغليو دوسيه مخ ته ږدي.
ډاکټر احمدشا پاڅون