کور / تازه خبرونه / زلمی خليلزاد کابل ته راورسېد او له حامدکرزي سره يې وکتل

زلمی خليلزاد کابل ته راورسېد او له حامدکرزي سره يې وکتل

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د یکشنبې ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ښاغلي جان بس او د امریکایي پوځیانو قومندان جنرال سکاټ میلر هم حضور درلود د افغانستان د سولې پروسې، په دغه برخه کې د راتلونکو اقداماتو، د افغانستان د خلکو د درد او رنځ د ختمېدو او سولې ته د ژر تر ژره رسېدو په باب مفصلې خبرې وشوې.