کور / #PTM / سلګونو کسانو په سويډن کي د پاکستان دولت ضد احتجاج وکړ

سلګونو کسانو په سويډن کي د پاکستان دولت ضد احتجاج وکړ

په سويډن کي د پښتون ژغورني غورځنګ غړو او ملاتړو په شمالي وزيرستان کي د پارلمان پر وکيلانو علي وزير او محسن داوړ او همدا رنګه پر عامو لاريون کوونکو د پاکستان د پوځ لخوا د خونړي بريد او د پښتون ژغورني غورځنګ د کارکوونکو د نيول کيدو پر ضد د مالمو په ښار کي پراخ احتجاجي لاريون وکړ چي د پښتنو تر څنګ ځايی سويډنيانو هم برخه پکښي اخيستې وه.
لاريون کوونکو د سويډن له دولت او اروپايي و نړيوالو بشري ادارو وغوښتل چي پر پاکستان فشار واچوي چي بندي سوي مدني فعالان او دptm کارکوونکي او د وزيرستان وکيلان علي وزير او محسن داوړ له بنده خلاص کړي او پاکستان نور د بشري حقونو له سرغړوني لاس واخلي.