کور / #PTM / پوځ ګلالۍ اسمعيل هم ونيوله خو منظور وايي موږ له جېلونو نه بيرېږو

پوځ ګلالۍ اسمعيل هم ونيوله خو منظور وايي موږ له جېلونو نه بيرېږو

د پاکستان پوځي استخباراتو مدني فعاله او د پښتون ژغورني غورځنګ ملاتړې ګلالۍ غورځنګ څو شيبې مخکي په پېښور کي ونيوله.
د پاکستان پوځي استخباراتي اجنسيو د تېرو درو اوونيو راهيسي د ګلالۍ اسمعيل د نيول کيدو هڅي کولې.
د نوموړي پر کور څو واره ناببره چاپه وهل سوې وه خو نوموړي يې نه وه موندلې.
ګلالۍ اسمعيل په پښتونخوا او وزيرستان کي د پوځ د ظلمونو پر خلاف د امن او انصاف غوښتني د ږغ پورته کولو په تور ونيول سوه.
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين پرون ماښام په خپله وينا کي ملګرو او ملت ته ډاډ ورکړ چي په زنداني کولو او دهمکيو ورکولو له خپلي مبارزې او انصاف غوښتني له ږغ څخه نه پر شا کيږي.
نوموړي خپلو پلويانو ته وويل چي که حتی يو ماشوم او يا يوه ميرمنه هم په يوه ليري پرته سيمه کي پاته وي د انصاف او د ژوند حق غوښتلو دا مبارزه به څوک ناکامه نه کړای سي.
منظور وويل چي موږ دي څوک په جېلونو نه بېروي، موږ د ژوند، حق او انصاف غوښتلو په مبارزه کي هري قربانۍ ته چمتو يو.