د سختو لاريونونو وروسته د پي ټي ايم ځيني غړي راخوشي کېږي

Aziz Rahman Hazim | جون 10th, 2019


د پښتون ژغورني غورځنګ ځيني مخکښ فعالان د سختو لاريونونو او احتجاجونو وروسته کېدای سي په ضمانت راخوشي سي.

د پي ټي ايم د ځينو سرچينو په حواله چي کېدای سي نن ماښام او يا هم سبا سهار هغه کسان چي په بنو کي د پاکستاني پوليسو لخوا نيول سوي له زندان څخه راخوشي سي.

په بنو کي د وزيرستان د خړ کمر د پېښي په اعتراضيه ناسته کي چي د پي ټي ايم لخوا جوړه سوې وه پاکستاني پوليسو ګڼ شمېر کسان ونيول او پرته له کوم تور څخه ئې د هريپور ژندان ته ولېږل.

په نيول سويو کسانو کي چي د ضمانت  په بدل کي به راخوشي سي نديم عسکر، عارف وزير  او ګڼ شمېر نور د پي ټي ايم ملګري پکي موجود دي.

بل خوا د پي ټي ايم مخکښ مشران  علي وزير، محسن داوړ، ملابهرام اخوند، دوست محمد لوڼی ، قاضي طاهر ، حميد وزیر او ګڼ شمېر نور کسان لا هم د پېښور په مرکزي زندان کي بنديان دي.

دغه نيول سوي کسان چي په سوله ايزه بڼه ئې د خړ کمر د پېښي د څېړني ږغ پورته کړی وو، د پاکستاني پوځ لخوا ونيول سول او پرته له کومو تورونو په زندانونو کي شپې سبا کوي.

تېره يکشنبه پاکستاني پوځ  شمالي وزيرستان ته پر لار د پښتون ژغورني غورځنګ پر کاروان ډزي وکړې چي ۱۳ کسان ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د پېښي وروسته پوځ له کورونو څخه ژوبل کسان باسي او د يو انجکشن په وسيله ساه ترې اخلي.

د پي ټي ايم پر غړو د پاکستاني پوځ د حملې وروسته په شمالي وزيرستان کي پاکستاني پوځيان د ولسي وګړو پر کورونو چاپې وهي او هغه کسان له کورونو بهر وړي چي ژوبل وي او وورسته ئې د پېچکارۍ له لاري شهيدانوي.

له سيمي څخه ځايي خلګ وايي، چي پوځ په سيمه کي پر تګ راتګ بنديز لګولی دی او څوک نه پرېږدي چي له کورونو بهر ووځي.

يوه اوسېدونکي لراوبر ويبپاڼي ته وويل، چي دلته هر ګړی د خلګو پر کورونو چاپې وهل کېږي، د خلګو د کورونو برده ماتېږي او خلګ ئې بېول کېږي.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چي په خړ کمر کي ژوبل سوي کسان د پوځ لخوا له کورونو بهر ايستل کېږي او بيا د يوې پېچکارۍ په وسيله  هغوی  وژل کېږي.

يو اوسېدونکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي لراوبر ويبپاڼي ته وويل: “ په کومه ورځ چي پوځ په خړ کمر کي پر خلګو ډزي وکړې زيات کسان ئې ژوبل کړل، اوس پوځ هغه کسان نيسي او د درملو په زور ئې شهيدانوي او لاښونه ئې وورسته په اوبو يا ډېران کي غورځوي”.

نوموړی زياتوي، کوم کسان چي د بريد وروسته په خړ کمر کي  په دوهمه ورځ وموندل سوه، هغه د همدغه پوځيانو لخوا د سورنج په وسيله شهيدان سوي وه.

دوې ورځي وړاندي د پي ټي ايم  مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ د په يو کاروان کي شمالي وزيرستان ته روان وه، چي د خړ کمر سيمه کي د پوځ لخوا ورباندي ناڅاپه ډزي وسوې.

په دغه ډزو کي درې تنه د پي ټي ايم غړي شهيدان سول او تر دېرشو زيات نور ژوبل سول.

پاکستاني پوځ د پيښي وروسته په سيمه کي پر ټلفونونو او انټرنيټ بنديز لګولی دی او نه غواړي چي د سيمي حالات دي د نړيوالو سره شريک سي.

Copyright Larawbar 2007-2024