کور / تازه خبرونه / عرب شېخ په كمپ ډېويډ كي ځانګړى مېلمه ده

عرب شېخ په كمپ ډېويډ كي ځانګړى مېلمه ده

 

د متحده عرب اماراتو لومړى وزير او د دبۍ امير شيخ محمدب راشد المكتوم د امريكا متحده ايالتونو ته د سفر پر مهال د ډبليو بوش اونيز استراحت ځاى كمپ ډېويډ ته رسېدلئ دئ.
د خبرونو له مخي شيخ راشد المكتوم به له ډبليو بوش سره پر يو شمېر سياسي او اقتصادي چارو وږغېږي، چي د خبرو اصلي موخه به يې نړۍ كي د تېلو د بيي او خوراكي موادو بېحده لوړوالى وي.
شيخ راشد ته د امريكا جمهوررئيس ډبليو بوش په كمپ ډيويډ كي ښه راغلى ووايه، خو ويل كېږي دواړو مشرانو له معمول خلاف له خبريالانو سره له خبرو ډډه وكړه.