احمدي نژاد: د آټوم جوړول مو خپل حق دئ، د چا يې راڅه؟
د اېران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد وايي په اټومي طاقت د اېران بدلېدل د اېراني ملت خپل حق دئ، د چا (لوېديځ) يې پرې څه؟
محمود احمدي نژاد په تهران كي د سوريې له جمهور رئيس بشارالاست سره تر ليدني وروسته خبريالانو ته وويل چي اېران به د امريكا او لوېديځ له نورو بنديزونو سره سره له اټومي جوړولو څخه لاس په سر نسي.
امريكا په دې وروستيو كي اېران ته دوې اونۍ وخت وركړى و چي كه د لوېديځو هيوادونو د مشروطه مرستو يا رشوت په بدل كي د اټومي پروګرام له پياوړتيا لاس وانخلي، نور اقتصادي بنديزونه به ورباندي ولګول سي.
د يادوني وړ ده چي تر دې مخكي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر اېران د همدې موخي دپاره درې ځله اقتصادي بنديزونه لګولي دي، چي دا به يې څلورم ځل سي.