کور / اقتصادي / د پاکستان اقتصادي کړکيچ؛ یو ډالر ۱۵۱ کلدارو ته لوړ سوی

د پاکستان اقتصادي کړکيچ؛ یو ډالر ۱۵۱ کلدارو ته لوړ سوی

په دې وروستیو کي د پاکستان اقتصادي وده مخ پر ځوړ روانه ده.

 د تازه راپورونو له مخې نن په پاکستان کي د یو امریکایي ډالر بیه ۱۵۱ کلدارې وه.

 دغه راز په بانکونو کي دننه هم یو ډالر دوه او څلوېښت پیسې پورته تللی دی.

راپورونه وایي، د تېر کوچني اختر له رخصتیو وروسته د کاروباري اوونۍ په پیل د ونډو بازار کي کاروبار مخ پر ځوړ دی چي پاکستان سوداګر یې له ګڼو خنډونو سره مخ کړي دي.

د سوداګرو په خبره، دوی پاکستان ته واریدېدونکي مالونه په ډالرو اخلي نو کله چي ډالر خپل سر جګوي، د توکو بیې هم پورته ځي.

په ورته وخت کي د پاکستان له خوا له نړیوالې مالیاتي ادارې (ای ایم ایف) سره تر هوکړې وروسته دا ویره شته چي د روان کال تر وروستیو پورې به د یو ډالر بیه له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې نوره هم پورته لاړه سي.

د چارو شنونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، روان وضعیت ته په کتو ښایي دا هېواد له ګڼو ننګونو سره مخ سي.

د پاکستان د احستاب ادارې ددغه هيواد مخکنی لومړی وزير اصف علي زرداري نيولی  دی.

پر نوموړي تور دی چي جعلي اکونټونه ئې لرل او له خلګو ئې د ټلفون او نورو سيانو ټکسونه اخيستل.

د نوموړي پر خور همدا تورونه لګېدلي دي او د نيولو امر ئې سوی دی.

پاکستان دا مهال د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چي په هيواد کي دننه ئې د خلګو غوسه راپارولې ده.

د پاکستان پوځ اوس غواړي د هري ممکنه لاري د هيواد اقتصادي حالت د سمولو کوښښونه وکړي، خو داسي مالومېږي چي پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو څخه د وتلو اسانه لار نه لري.

د پوځ لخوا اوس هغه کسان نيول کيږي چي په موجوده حکومت کي دوی ته ستونزه جوړولای سي.