کور / راپور / کرکيټ بورډ مشر: که شهزاد محمدي د ډاکټرانو لخوا سم وښودل سو، سمدستي ئې نړيوالو لوبو ته لېږو

کرکيټ بورډ مشر: که شهزاد محمدي د ډاکټرانو لخوا سم وښودل سو، سمدستي ئې نړيوالو لوبو ته لېږو

د کرېکټ بورډ اجرائیه رئیس وایي، چي شهزاد محمدي  دې د رسنیو مخکې ډاکټرانو ته ټیسټ ورکړي که ئې سم وښود راساً ئې نړیوال جام ته لیږو.

نوموي دا څرګندوني وروسته له هغه کړې، چي د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی او توپوهونکی شهزاد محمدي وایي، د نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې دی هېڅ ټپي شوی نه دی او په ناحقه توګه له ملي لوبډلې ایستل سوی دی. شهزاد دا څرګندونې د یکشنبې پر ورځ کابل ته له رسېدو وروسته وکړې.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چي شهزاد محمدي د زنګانه د ټپ له کبله نور نه سي کولای چي په نړیوال جام سیالیو کي لوبه وکړي او له همدې کبله له ملي لوبډلې بهر سوی.

د شهزاد پر ځای احتیاطي لوبغاړی اکرام علي خېل ملي لوبډلې ته ور وبلل سو، چې د شنبې پر ورځ یې د نیو زیلنډ پر وړاندې د افغانستان په دریمه لوبه کي برخه هم واخیسته.

خو شهزاد محمدي په کابل کي  خبریالانو ته وویل، دا سمه ده چي د ده زنګون له پاکستان سره په لوبه کي ژوبل سوی وو، خو دومره هم ژوبل نه وو چي دی دې له ملي لوبډلې و ایستل سي.

افغانستان دا مهال د کرکيټ نړيوال جام سياليو په درشل کي دی، چي درې لوبي ئې کړي او تر دا مهاله ئې ټولي لوبي بايللي دي.