کور / راپور / افغان دولت له پول چرخي زندان څخه ۱۷۱ طالب بنديان خوشي کړي دي

افغان دولت له پول چرخي زندان څخه ۱۷۱ طالب بنديان خوشي کړي دي

افغان دولت ۱۷۱  طالب زندانیان له څرخي پله زندانه خوشي کړي دي.

افغان دولت وايي، چي نن دوشنبه  ئې  یو سل اویا تنه طالب بندیان له څرخي پله زندانه خوشي کړي دي.

د افغان دولت په دننه کي ځيني سرچينې وايي، چي یو سل دېرش نور بندیان به سبا د سه شنبې په ورځ خوشي سي.

دا پر داسي مهال ده چي د  تېر کوچني اختر په لومړۍ ورځ ولسمشر اشرف غني د سلګونو طالب بندیانو د خوشې کولو خبره کړې وه.

د ولسمشر سلاکار حمدالله محب وايي، هغه نهه سوه بندیان چي د ولسمشر په امر به  خوشې سي ټول طالب زندانيان دي.