کور / #PTM / ترهګر پوځ په شمالي وزيرستان کي پر ولسي غونډو بنديز لګولی دی

ترهګر پوځ په شمالي وزيرستان کي پر ولسي غونډو بنديز لګولی دی

د پاکستان ترهګر پوځ په شمالي وزيرستان کي پر هر ډول غونډو بنديز لګولی دی.

د پاکستان پوځي او استخباراتي کړيو وروسته له هغه په شمالي وزيرستان کي پر ولسي غونډو بنديز ولګوی، چي د سيمي خلګو د خپلو حقوقو غوښتنه راپورته کړل او په سيمه کي ئې د پوځ ظلم او وحشت وغندی.

د پاکستان پوځ د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر کاروان ډزي وکړې چي په کي ۱۴ تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زیات نور ئې ژوبل کړل.

د پي ټي ايم مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ د يادي پېښي سره هممهاله ونيول سول.

دا پېښه په نړيواله کچه وغندل سوه او د پښتونخوا ترڅنګ په ګڼو سيمو کي د يادي پېښي  د څېړلو او پاکستاني پوځ پر ضد پراخ لاريونونه پيل سول.

پاکستاني پوځ د خړ کمر د پېښي وروسته په سيمه کي ګرځبنډيز لګولی دی او د خلګو پر کورونو چاپې هم وهي.

خو د پي ټي ايم مخکښ مشران وايي، چي تر هغو به خپلو لاريونونو ته دوام ورکوي، ترڅو ئې غوښتني منل سوي نه وي.