کور / راپور / په افغان کرکيټ بورډ کې نوې ګومارنې شوي دي

په افغان کرکيټ بورډ کې نوې ګومارنې شوي دي

د افغانستان کرکټ بورډ د خپلو څلورو برخو(د بورډ غړي، غوراوي کمېټې، اجرائیه ریاست او د غوره ليګ سياليو کمېټې) ته نوي کسان ګومارلي دي.

کرکټ بورډ د حشمت خليل کرزي، اکليل حکيمي، سيد سادات نادري او احمد شاه سنګدل پر ځای سناتوره ګلالۍ نور صافي، د ښار جوړونې وزیر احمد جواد پيکار، د ولسمشر سلاکار ضياء‌الحق امرخېل او په پاکستان کې د افغانستان سفير شکرالله عاطف مشعل ټاکلي دي.

د ياد بورډ له لوري غوراوي کمېټه ته چې تر دې مخکې یې مشري د دولت احمدزي پرغاړه وه، اڼدېمول او مجاهد ځدراڼ معرفي شوي دي.

د افغانستان غوره ليګ سيالۍ چې په پام کې دي د روان زېږدیز کال اکټوبر مياشتې کې پيل شي، سر له اوسه ورته يوه کمېټه جوړه شوې چې شاهد الکوزی، عتیق عباس، منهاج او دريځ به یې چارې مخته وړي.

کرکټ بورډ وايي، د اجرائیه رياست پوسټ لپاره به تر نړيوال جام وروسته کسان معرفي شي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیرالله فضلي وايي، دوی هڅه کوي د افغانستان کرکټ پرمختګ لپاره ډېر څه وکړي.

نوموړي نن سه شنبې د کرکټ بورډ د نویو کارکوونکو د پېژندنې په غونډه کې وويل:

«موږ به د افغانستان کرکټ پرمختګ لپاره دومره هلې ځلې وکړو چې د هېوادوالو او د نړيوالو انتظار وي، د کرکټ بورډ لپاره ګمارل شوي کسان د کرکټ بورډ له لوري ولسمشر ته وړاندیز شوي وو چې منظوري یې راغله.»

د یاودونې وړ ده چې جار عبدالرحيمزی هم د کرکټ بورډ مطبوعاتو څانګې د مسوول په توګه تاکل شوی دی