کور / #PTM / خړکمر او د پوځ پېچلې کړنې!

خړکمر او د پوځ پېچلې کړنې!

ليكوال: ح، حقوېش

په 26 مئ د پښتون ژغورني غورځنګ په سوليز لاريون هغه وخت پنجابي پوځ لخوا بريد وشو. کله چي د غورځنګ مخکښ مشران علي وزير او محسن داوړ د وزيري جرګې د مشر ګل عالم په شمول شمالي وزيرستان ته پر لاره وو، هلته د خړکمر سيمي خلکو د وروستيو نا امنيو پر ضد احتجاجي ناسته کړې وه، او د پنجابي رياست لخوا د روانو ظلمونو پرضد راپورته شوي وو. نو همدا مخکښ مشران د خړکمر سيمي احتجاجي ناستې ته روان وو. چي د پوځ لخوا ورباندي ډزي وشوې په ناتاره ډزو کي 13 کسان شهيدان او تر 40 زيات کسان ژوبل شول، علي وزير او ګل عالم يې له ځان سره بنديان کړل. په پېښه کي د محسن داوړ لاس هم په ډز ولګېدی او ژوبل شو.
له هغه وروسته په دې خلكو تور پوري شو چي ترهګر دي او په پوځ يې بريد وکړ، علي وزير يې له هم دې امله بندي کړ او په محسن داوړ يې کېس جوړ کړ چي وروسته هغه هم ځان محکمې ته حاضر کړ او بندي شو. د پيښې له لومړۍ ورځي پنجابي پوځ، رسنيو، او شاوخوا چاپلوسانو دې خبري ته زور ورکړ چي دا پيښه ترهګرو کړې ده، علي وزير او محسن داوړ د ترهګرو ملاتړ کوي، په پيښه کي شهيدان شوي او ژوبل شوي خلک ټوله ترهګر دي. دې خلکو ښه پوره کوشش وکړ چي د نور کله په څېر دا ځل بيا د پښتنو په وينو خاوري واړوي، خو بيا هم خپل خلک يې لا ښه پيچکاري کړل چي ځان ورته په سمه لاره وښيي. خو پښتنو هم خپله چيغه د نړيوالو تر غوږونو ورسوله او د پنجابي پوځ ظلمونه يې ورته په ګوته کړل. نړيوالو هم په پاکستان ږغ وکړ چي له پښتنو سره دي ظلم کولو ته نور د پاى ټکى کښېږدي.
له پيښې څو ورځي وروسته چارواکو هڅه وكړه چي د شهيدانو او ژوبل شويو کسانو له کورنيو سره مالي مرسته وکړي، چي د هغوى کورنيو او د پښتون ژغورني غورځنګ غړيو غبرګون وښود، چي د مالي مرستو په ځاى دي پوځ د پښتنو له وژلو لاس واخلي. او بله خبره چي پوځ او رسنۍ تور پوري کوي چي دا خلک ترهګر دي بيا ولي له ترهګرو سره مالي مرسته کوي، نو د دوى داسي کړنو څخه په ډاګه کيږي چي پښتانه ترهګر نه دي خپل حق غوښتونكي دي، خو پنجابي پوځ ورسره ظلم کوي او په ډول ډول نومونه يې تورنوي او بيا يې وژني.
که څه هم پوځ له لومړۍ ورځي د امريكا او د ډالرو لپاره خپل خلک وژني خو اوس د پښتون ژغورني غورځنګ په هم هغو لارو کي ورته خنډونه جوړوي، همدا لامل دى چي دوى پښتانه وژني څو دوى خپل خنډ له مخې ليري کړي. او بل دوى په دې ډول سره نړۍ ته د ترهګرو شتون ثابتوي، خو هغه اوس د پښتنو له ږغه پوهيږي چي حقيقت څه دي.
بل خوا په داسي مرحله کي دوى خپل چارواکي او نږدې ملګري هم وژني څو خلکو ته ښه قناعت ورباندې ورکړي.
نو! همدا کيسه دوى دا ځلي بيا په خړکمر پېښه کي تکراره وي، څو خپلو خلکو او نړيوالو ته د ترهګرو شتون وښيي او د پښتنو دا غورځنګ يو ترهګر غورځنګ وښيي. له دې امله يې پرون د شمالي وزيرستان ميرانشاه، ډوګه مچه  مده خېل سيمه کي د پوځ په لوړپوړو چارواکو چاودنه کړې چي د خړکمر په پېښه کي ښکېل چارواکي وو، په پېښه کي څلور کسان لیفټنینټ کرنل رشیدکریم، مېجر معِز مسعود، کیپټن عارف اللہ او نايب حوالدار ظهیر احمد وژل شوي. او نور څلور عارف، اسلم، امجد او شوکت ژوبل شوي دي.
له پيښې وروسته يې سيمه امنيتي ځواکونو کلابند کړې او په سيمه کي يې د خلکو کورونه پلټل پيل کړي خلک له کورونو وباسي چي ترهګر پيدا کړي.
له دې پيښې سره هر چا ته ډول ډول فکرونه پيدا كيږي، چي ولي هم هغه چارواکي ټول په يوه ځاى په نښه شول کومو چي د خړکمر په پېښه کي لاس درلود. دا چارواكي هر يو ځانته موټر لري خپل پروټوکول لري بيا ولي ټوله په يوه موټر کي سورلي وو؟ ولي دوى په خپل واک کي له ځانه ساتنه ونکړه؟ همداسي نور فکرونه.
حقيقي موضوع داسي ده چي دا دسيسه هم د پوځ لخوا پښتون ژغورني غورځنګ ته جوړه شوې وه، څو خپله ټوله پړه په دوى واچوي او دوى خلک ترهګر وښيي چي دا كار يې هم وکړ او رسنيو دا خبر په وار وار خپور کړ. چي په پيښه کي د پښتون ژغورني غورځنګ دوو مخکښو مشرانو چي اوس له رياست سره په بند کي دي علي وزير او محسن داوړ لاس دى.
د نړيوالو فيشار د پوځ غلطو پرېکړو او اقتصادي ستونزو پنجابى رياست له داسي حالاتو سره لاس او ګرېوان کړى دې، چي خپله ټوله بقاه په جنګ کي لټوي او په لوى لاس خلک جنګ ته اړ باسي. په دې جنګ کي نه د خپلو چارواکو سر ته ګوري نه د اولس لوږې تندې ته ګوري.
خو که پنجاب هر څومره زيار وباسي او له هر ډول غلط چلنده کار واخلي خو پښتانه هيڅ وخت نه غواړي چي په وسلواله مبارزه لاس پوري کړي، لومړى به په سوليز ډول د خپل حق لپاره لاره لټوي  نړۍ او نړيوالو ته به ږغ رسوي وروستۍ به پرېكړي به هغه وخت کوي چي له هر څه ډاډمن شي!!!