کور / خبرتیا او پيغامونه / په هالنډ کي د ارواښاد مفتاح الدين ساپی د جنازې او فاتحې د مراسمو خبرتيا

په هالنډ کي د ارواښاد مفتاح الدين ساپی د جنازې او فاتحې د مراسمو خبرتيا

 په ژورې خواشينئ سره دوستانو ، خپلوانو او هيوادوالو ته خبر ورکول کيږ֛ی چې د هيواد نامتو ملی ، ټولنيز، ادبی او سياسی شخصيت خدای بخښ֣لی مفتاح الدين ساپی ، د افغانستان د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو د وزارت پخوانی معين او د ختيز زون پخوانی تنظيميه رئيس د تيرې شنبې په ورځ د ٢٠١٩ کال د جون د مياشتې په ٨ مه نيټه له خپل هيواده څخه ليرې په هالنډ کي په مهجوريت او غربت کې له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې.

 د ارواښاد د جنازې لمونځاو د تدفين مراسم د راتلونکی جمعې په ورځ د ٢٠١٩ کال د جون د مياشتی په ١۴ مه نېټه د سهار په ١١ بجو په لاندې پته ترسره کيږی: Cemetery Kovelswade Koningsweg 3582 GC Utrecht, Nederland

دغه راز د نارينه و او ميرمنو فاتحه په همدغه ورځ د جمعې مبارکې ورځي تر لمانځه وروسته د ماسپښين له ٢ بجو او ١۵ دقيقو څخه تر ۴ بجو پورې په لاندې پته اخيستل کيږ֛ی

: Mosque Sirat Professor Doctor Hesselaan 4A 3431 Nieuwegein, Nederland

لاندې کسان د جنازې او فاتحې په مراسمو کی ستاسې د برخې اخيستنې لپاره سترګي په لاره دی:

– بی بی ِسد رة المنتهی ، ميرمن

– زمرک ساپی ، فولاد ساپی او غالب ساپی ، زامن

– زرغونه ساپۍ ، پلوشه ساپۍ ، مرغلره مومنده او پرخه عبدی ، لوڼي

– سراج الدين ساپی ، په کويټه کې د افغانستان د قونسلګرۍ پخوانی سيکريټر ، ورور

– قانون پوه عبدالوهاب ساپی د افغانستان پخوانی عدليه وزير او لوی څارنوال ، او عبدالغفار ګرامي د افغانستان د پارلمان د چارو د ادارې پخوانی لوی رئيس ، د ترور زامن.

 قدرمنو دوستانو، په دغو مراسمو کې به ستاسې اشتراک په يقين سره د ارواښاد د روح د لازياتې هوساينې او د دردمنې کورنۍ د تسليت سبب وګرځي.

 لطفا د اړتيا په صورت کې له لاندنيو شميرو سره اړيکی ونيسئ: : +31625475000 & +31615385011

.