طالبانو د افغان دولت لخوا د زندانيانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی
Aziz Rahman Hazim
طالبانو د افغان دلوت لخوا د هغه بنديانو راخوشي کول ستايلي دي، چي د ولسمشر اشرف غني په حکم له بګرام، هرات او پلچرخي زندانونو څخه خوشي سول.
تېره ورځ د هرات له مرکزي محبس څخه ۳۷ طالب زندانيان له بنده ازاد سول.
همداراز دوې ورځي وړاندي د پلچرخي له محبس څخه ۱۷۱ تنه طالب زندانيان خوشي سول.
طالبانو نن د سه شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کي ويلي، چي د بنديانو راخوشي کول يو ښه ګام دی او هيله لري چي دا لړۍ به دوام پيدا کړي.
افغان ولسمشر اشرف غني د اختر په ورځ وويل، چي د ښه نيت په خاطر به شاوخوا ۹۰۰ طالب بنديان خوشي کړي.
د طالبانو په اعلاميه کي ويل سوي، چي د حکومت لخوا په خوشي زندانیانو کې یوازې ۲۶۱ تنه د دغه ډلې وسله وال شامل دي او وايي، پاتې هغه کسان دي چې د «غلطو» معلوماتو په اساس زنداني سوي دي.
په کابل کي د امريکا سفير جان بس هم د حکومت لخوا د بنديانو د ازادولو هرکلی کړی دی.
Welcome the #Afghan government’s efforts to improve the climate for a political settlement by releasing some Taliban prisoners for #Eid. Lasting peace will be rooted in reconciliation and forgiveness by all.
— Chargé d’Affaires Karen Decker (@USAmbKabul) June 11, 2019
نوموړي ويلي، چي دا کار به تلپاتي سولې او پخلاینې ته د رسېدو لپاره د یو بل له منلو څخه منشاء واخلي.
هغه ویلي چي بل مقابل د افغان حکومت زندانیان طالبان نه خوشي کوي، بلکې د افغان سرتېرو لخوا د عملیاتو پرمهال خوشي کېږي.