کور / راپور / کندهار کي د سړک غاړي ماين چاودني د ماشومانو په ګډون شپږ ملکي کسان شهيدان کړل

کندهار کي د سړک غاړي ماين چاودني د ماشومانو په ګډون شپږ ملکي کسان شهيدان کړل

د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کي د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه سوې، چي پکي سپاره شپږ کسان ئې وژلي دي.

د کندهار د پوليسو وياند قسيم ازاد وايي، چي وژل سوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي وه.

د نوموړي په وينا، کله چي د ملکي وګړو فيلډر موټر دطالبانو لخوا د  سړک غاړي ځای پرځای سوي  ماين وچاودېدی پکي سپاره د ټولو کسانو ژوند ئې واخيستی.

د ه وويل:”په وژل سویو کسانو کي چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي دوه ماشوم هلکان، دوې ماشومې انجونې او دوه ځوانان شامل دي.”

ډنډ ولسوالي چي د کندهار په نسبتا ارامو ولسواليو کي راځي په دې وروستيو کي پکي امنيتي پېښي ډېري سوي دي.