کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد مفتاح الدين ساپي پر مړينه پيغام

د ارواښاد مفتاح الدين ساپي پر مړينه پيغام

د پښتو ادب او فرهنګ د روښانه او ځلانده ستوري، ارواښاد مفتاح ساپي د مړینې تریخ او دردوونکی خبر :

زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب پاله هیواد افغانستان کې

که چیرې د علم، ادب، هنراو شعر غوړیدلي، ویاړلي او رنګینتاریخ ته په غور سره وګورو، له نیکه مرغه زموږ د هیواد زیاتروپوهانو، څیړونکو، عالمانو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د خپلېلوړې پوهې، ژورو خیالونو او فکرونو په وسیله د علم، کلتور،ادب او هنر رنګینه نړۍ، روښانه او ځلانده ساتلی ده .

ارواښاد مفتاح الدین ساپی له هغو علمي او ادبي سټو څخهوُ، چې زموږ د پښتو ادب د پرمختګ او پراختیا په برخه کېیې د خپلو علمي، کلتوري او فرهنګي اثارو له لارې ګټوره اواغیزناکه ونډه اخیستې ده .

ښاغلی مفتاح الدین ساپي د خدای بخښلي اباخان زوی دی،چې پر(۱۳۱۵) لمریز کال د کنړ ولایت په مزار دره کې په یودرنه کورنۍ کې زیږیدلی دی .

ده خپلې زده کړې په کونړ، کابل  او امریکې کې پای تهرسولې دي ، او له خپلو لوړو زده کړو وروسته په بیلابیلو دولتيدندو کې بوخت وُ .

ارواښاد مفتاح الدین ساپی علمي، ملي، با احساسه، سپیڅلی، او منلی لیکوال، خوږ  ژبې شاعر،  تکړه ژباړونکی، غښتلی، پوخ داستان لیکونکی او ډرامه لیکونکې وُ .

ده دیوشمیرغربي شاعرانو اولیکوالو اثار په پښتو ژبه ژباړلياو خپاره کړي دي . د ده ادبي او فرهنګي سټه نه یوازی پههیواد کې د ننه بلکې په بهر کې هم پیژندل شوې ده . دی پهانګریزي ژبه هم شعرونه او لیکنې لري .

لنډه دا چې زموږ په جګړه ځپلي ، کړیدلي او ځوریدليهیوادکې  ده په خپلو ګټورو او اغیزمنو اثاروکې د لوټمارو،تالنګرو، ظالمانو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې،  د رنځیدلو او ځوریدلو هیوادوالو فریاد، اوښکې، ویرونه،سلګې او زګیروي ، اتلولي او میړانه او همداسې د افغانانوپه منځ کې د یو شمیر نورو زړه بوږنوونکو پیښو تصویرونهچې د بشریت په تاریخ کې ساری نه لري په ډیرو ښکلوفکرونو، خیالونو، تصویرونو او سیمبولونو کې په ډیره ظریفانه بڼه داسې انځور کړي دي ، چې په لوستلو یې د هرلوستونکي په زړه، ذهني او رواني حالاتو کې جذبې، ولولې،انساني، اخلاقي عواطف او احساسات راپاروي .

ارواښاد مفتاح الدین ساپی  یو دروند، با احساسه ، پاک اوسپیڅلې انسان وُ. د نیکو اوصافو او عالي اخلاقو خاوندشخصیت وُ. د خپلو ملګرو او دوستانو سره صمیمي، مهربان،رښتینې او خواخوږې وُ. د خپل وطن   او هیوا دوالو سره، د ادب  پالو، هنر پالو او فرهنګ پالو انسانانو سره یې ځانګړې مینه  لرله  .  د آزادۍ،  خپلواکۍ  او دموکراسۍ سره،  دپښتون او پښتونولي سره، د انسان  او انساني کرامت سرهيې  ژوره   مینه   او اخلاص  درلود .

زه نه یوازې چې په دې ستر ویر او غم کې ځان شریک بولم،ارواښاد مفتاح الدین ته د لوی خدای څخه د فردوس جنت ، درنې کورنۍ، مینه والو، یارانو ، دوستانو او ملګرو ته یې تسلیت، زغم او صبر غواړم .

په درنښت : انجنیر عبدالقادرمسعود