شعر او بيتونه
غزل
ارمان لوڼی
پر هر قدم پر هره لار ما احتجاج کړی دی
ستا پر هر ظلم پر هر کار ما احتجاج کړی دی
څوک ملګري کوي که نه زه يې حتماًغواړمه
دا خپله خاروه خپل اختيار ما احتجاج کړی دی
لالا زما د بچو غم به خورې که نه را لمه
ځم پرې کوم دا ازغن تار ما احتجاج کړی دی
په څو يې خرڅ کړو پر دښمن زه ترې حساب غواړمه
تر غاړه نيسم خپل سالار ما احتجاج کړی دی
د ترهګرو شا ته لاس دی د وردۍ خبر سئ
پر دېوال كاږم دا شعار ما احتجاج کړی دی
زما په مذهب کي ناروا ، ستا په مذهب کي روا
د يوې پېغلي پر سنګسار ما احتجاج کړی دی
ارمانه دغه بې ضمیر ولس ته ناري وهم
د قام ناتار، دقام ناتار ما احتجاج کړی دی
زه به د نفرت لښکري اېل کړم
ته د ميني زغري راته راوړه
هره شپه په خوب چي وطن ووينم
هسي څه منتري راته راوړه
شونډي را جوړي کړي ويلو ته او بيرته چوپ سي
د پښتنې ميني اظهار څومره په سخته کيږي
شاعر؟
ته وايېانګور په شانې پوخ به سې خراب به سې
زه وایم چې مسته شان نشه به له ما جوړه سي
سعود بنګښ صيب
د ښکلو سترګو هم کمی شو له دې جنګه سره
له نجونو کلی, له هوسيو مو دامان پاته شو
(دروېش درانی)
تا به راؤباسم ما به وړي اوبه
تا ته مې لاس رسي ځان ته نه رسي
(ډاکټر زيار)
باغ کښې څوګ ګلاب شی ، څوګ شی سروې، څوګ ورخاړې
څوګ د مینځ غنچه شی څوګ کبل د غاړې غاړې
تاج د چا د زرو د چا تاج شی د غمونو
ویش د بل په لاس وی که ته خاندې او که ژاړې
غنی خان