کور / راپور / اجرائيه رئيس عبدالله: طالبان د جګړې لپاره نامعقولي بهانې لټوي

اجرائيه رئيس عبدالله: طالبان د جګړې لپاره نامعقولي بهانې لټوي

د افغانستان اجرائيه رئېس عبدالله عبدالله  وايي، چي طالبان سولي ته چمتو نه دي او بې ځايه بهانې لټوي.

ښاغلي عبدالله وويل، چې طالبان د خپلي سرزورۍ له امله په افغانستان کي جګړه جاري ساتلې ده.

هغه وويل، طالبان د خپلي جګړې لپاره نامعقولي بهانې لټوي او غواړي چي د جګړې په زور ځان واک ته ورسوي.

هغه وویل:”طالبان فکر کوي چي د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به دوی په افغانستان کي پر سر د قدرت سي، زه بل هېڅ دلیل نه وینم، بغیر له دې چي دوی ښودلی دی.”

نوموړي ټینګار وکړ، چي افغانان او نړیواله ټولنه به هېڅ اجازه ورنه کړي چي تر څو افغانستان یو ځل بیا د نوموړي په وینا «تېرو تورو ورځو ته» وګرځي.

ډاکټر عبدالله پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي په دې وروستيو کي د افغانستان د سولي لپاره هېلي ډېري سوي دي.

په ورته مهال  د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکو پوتزل چي نن چهارشنبه ئې په کابل کي په یوه بل مطبوعاتي ناسته کي خبرې کولې وویل، چي په افغانستان کي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د خبرو زمینه برابره سوې ده.