کور / #PTM / په شمالي وزيرستان کي پاکستاني استخباراتو دوه تنه په مرموز شکل وژلي دي

په شمالي وزيرستان کي پاکستاني استخباراتو دوه تنه په مرموز شکل وژلي دي

د شمالي وزيرستان په ميرامشاه کي نامالومه وسلوالو دوه تنه په ډزو وژلي دي.

د سيمي اوسېدونکي وايي چې دشپې ناوخته ئې د ډزو ږغونه واورېدل، سهار مهال چي ئې کتل د دوو تنو مړي ئې په سيمه کي وليدل.

تراوسه وژل سوي کسانو هويت مالوم سوی نه دی.

په شمالي وزيرستان کي د پاکستاني استخباراتو لخوا په مرموز شکل وژني زياتي سوي دي.

پاکستان هڅه کوي چي په وزيرستان کي د پښتنو پر سيمو د ترهګرۍ په خپرولو سره خپل واک ټينګ کړي.

له ۲۰۱۴ کال راهيسي په شمالي وزيرستان کي د پاکستاني پوځ د عملياتو وروسته ترهګري ډلي فعالي دي چي د پاکستان د استخباراتو له خوا ئې ملاتړ کېږي.