کور / #PTM / د اروپايي اتحاديې مخي ته د پي ټي ايم په ملاتړ پراخ لاريون وسو

د اروپايي اتحاديې مخي ته د پي ټي ايم په ملاتړ پراخ لاريون وسو

د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ د اروپايي اتحاديې او بلجيم بهرنيو چارو وزارت مخته د پښتنو احتجاجي لاريون جوړ سو.
د لاريون هدف په شمالي وزيرستان خړ قمر کلي کي د رياست او پوځ لخوا پر لاريون والو د خونړي بريد غندنه وه چي ۴۶ کسان پکښي زخميان او ۱۴ کسان شهيدان سول.


ويناوالو د پښتنو سره د رياست ظالمانه چلند ژر تر ژره بنديدل وغوښتل او له اروپايي اتحاديې کميسون څخه يې وغوښتل چي پر پاکستان رياست فشار واچوي چي د PTM غړي، ملاتړکوونکي او ټول هغه چي پوځ بېګناه نادرکه کړي دي د انصاف او عدالت پر بنياد له جېلونو ازاد کړي.
ويناوالو په پېښور کي د #PTMپرلت د بر  د ملاتړ کوونکو نيول له انصافه ليري غيرقانوني چلند وباله.
په سهيلي پښتونخوا مختلفو سيمو کي د پي ټي ايم غړو ته ګواښونو بنديدلو او نيول سوو کسانو ژر تر ژره ايله کيدل وغوښتل سول.
په اروپا کي د لاريونونو لړۍ د خړ قمر د خونړۍ پېښي وروسته د منظور پښتين په هدايت زور اخيستی دی.


ددې لاريونونو لړۍ له هالنډه پيل سوه او بيا د جرمني، فرانس، برتانيا، کاناډا، امريکا، اطريش، ډنمارک مختلفو ښارونو کي جوړ سوي دي او راتلونکي لاريون به د برتانيا په بيډفورډ او جينوا کي د ملګرو ملتونو مخته جوړيدونکي دي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه په خړ کمر سيمه کي شمالي وزيرستان ته پر لار د پي ټي ايم پر کاروان پوځ ناڅاپه ډزي وکړې او ۱۴ تنه ئې په شهادت ورسول.

په پېښه کي تر ۳۰ زيات کسان ژوبل سوي هم دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چي پوځ اوس هم ژوبل کسان له کورونو څخه باسي او د يو انجکشن په مټ ئې شهيدانوي.

منظور پښتين وايي: “دا ظلم ، دا جبر ، دا د خویندو میندو اوښکې تویول ، دا پر دې خاوره د دوي ذلیله کول ، موږ به تر اخیري وخته پر دې خاوره د امن لپاره ولاړ یو چي د دې خاورې د مظلومانو غږ تر نړۍ ورسوو او دوي ته انصاف وغواړو.”

 د سيمي يو قومي مشر ملک غلام خان وايي، چي دوی ته د پوځ کمانډران راغله او ورته ئې وويل چي تاسو ته به پيسې درکړو، خو نور څه مه واياست.

ده وویل ، “د پوځ ځايي کمانډران پر ټولو کورونو ګرځېدلي او هغوي ته یې ویلي چې دا یو غلطي وسوه او تاسو زموږ خپل خلک یاست ، تاسو چي څه غواړی او څه غوښتنې مو وي موږ یې در پوره کوو. خو هغه خلک لا په خپل غم اخته دي او څه پرېکړه ئې نه ده کړې.”

پاکستان په سيمه کي په لسګونه زره پښتانه لادرکه کړي دي چي په هغوی کي ئې ډېری کسان وژلي او ګڼ کسان لا د زندان په تورو تيارو کي ورځي سبا کوي.