کور / #PTM / سياسي مخالفينو د پي ټي ايم پرضد د پاکستان حکومت چلند غندلی دی

سياسي مخالفينو د پي ټي ايم پرضد د پاکستان حکومت چلند غندلی دی

د پاکستان حکومت مخالف سياسي ګوندونه وايي، چي د پښتون ژغورني غورځنګ پرضد د حکومت ګامونه به خطرناکه پايلي ولري.

دغه سياسي ګوندونه اندېښنه لري، چي د پي ټي ايم پرضد د حکومت بې تفاوته کړني او ګرفتارۍ به د رياست په تاوان وي.

د پاکستان حکومت په دې وروستيو کي د پي ټي ايم د غړو نيولو ته زور ورکړی دی ، چي د علي وزير او محسن داوړ په ګډون ئې ګڼ کسان نيولي دي.

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د شمالي وزيرستان په خړ کمر سيمه کي پاکستاني پوځيانو د پي ټي ايم پرکاروان بې درېغه ډزي وکړې، چي پکي ۱۴ کسان ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

ههمهاله د پي ټي ايم مخکښ او په قامي اسمبلۍ کي د شمالي وزيرستان استازی علي وزير د پوځ لخوا ونيول سو.

د نوموړي د نيول کيدو او د يادي پېښي پرضد په پښتونخوا کي احتجاجي لاريونونه پيل سول، چي د پوليسو لخوا ډېری لاريون کونکي ونيول سول.

په ورته وخت کي محسن داوړ چي د پي ټي ايم مخکښ مشر دی هم پوليسو ته ګرفتاري ورکړې ده، ترڅو پر ده تړل سوي تورونو ځواب خپله ووايي.

د خړ کمر پېښي وروسته پاکستانی پوځ هڅه کوي چي د پي ټي ايم پر فعاليتونو بنديز ولګوي او په همدې تړاو ئې ګڼ شمېر کسان نيولي هم دي.

د مسلم لیگ نون ګوند مشر شهباز شریف ویلي: “پکار ده د مسلې حل د خبرو اترو د لارې ولټول سي. ټوپک د مسلې حل نه دی.”

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو وايي: ” هغه کسان چي د خپلو حقونو، دیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت خبره کوي، هغوي ته د غدارۍ لقب ورکول سمه نه ده.”

د پي ټي ايم پر وړاندي د پاکستان د حکومت دريځ په نړيواله کچه هم غندل سوی دی.