کور / #PTM / علي وزير: پوځ د نيولو په وخت کي سخت شکنجه کړم، په لرګيو او توپکانو ئې وهلم

علي وزير: پوځ د نيولو په وخت کي سخت شکنجه کړم، په لرګيو او توپکانو ئې وهلم

د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ علي وزير وايي، چي پر ده باندي د پوځ لخوا سخت تشدد سوی، وهل سوی او سپکي سپوري ورته ويل سوي دي.

نوموړي دا خبري خپل يو وکيل شهاب خټک ته کړي دي.

شهاب خټک د علي وزير مدافع وکيل دی او تېره ورځ ئې په زندان کي د هغه سره ليدلي وه.

ښاغلی خټک هم وايي، چي د علي وزير پر بدن د تشدد نښي دي اوله سر څخه تر پښو پوري د وهلو نښي ئې پر بدن مالومېږي.

خټک وايي، علي وزير راته وويل چي پر ده باندي پوځ تشدد کړی دی او کله چي ئې دی د خړ کمر سيمه کي ونيوی د پوځ لخوا سخت ووهل سو چي تراوسه ئې په بدن کي نښي نښانې پاتي دي.

علي وزير هغه مهال پوځ ونيوی چي شمالي وزيرستان ته د پي ټي ايم په يو کاروان کي د يوې غونډي لپاره روان وو.

پر دغه کاروان لومړی پاکستاني پوځ ډزي وکړې چي ۱۴ تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

ههمهاله پوځ علي وزير د نورو کسانو سره يوځای ونيوی چي اوس د پېښور په مرکزي زندان کي شپې سبا کوي.

همداراز د پي ټي ايم بل مخکښ محن داوړ هم د پوليسو سره په زندان کي دی او پر هغه باندي هم خړ کمر په پېښه کي پوځ تشدد کړی چي په لاس کي ئې ژوبل کړی دی.

د خړ کمر د پېښي په هکله د بشر د حقوقو نړيوال سازمان هم پر پاکستاني پوځ نيوکي وکړې او هغه ئې پر بشري حقوقو تېري کولو تورن کړل.

همداراز د بخښني نړيوال سازمان غوښتنه کړې ده، چي د خړ کمر پېښه دي په دقيق او بې پرې توګه وڅېړل سي.