کور / #PTM / پي ټي ايم تر اروپا پارلمان وروسته جينوا کي احتجاج کوي

پي ټي ايم تر اروپا پارلمان وروسته جينوا کي احتجاج کوي

د پښتون ژغورني غورځنګ استازو او ملاتړکوونکو تېره ورځ د اروپا پارلمان مخته د پاکستان رياست او پوځ لخوا په شمالي وزيرستان، خيبرپښتونخوا او سهيلي پښتونخوا کي د عامو خلکو د وژلو، زخمي کولو، پر عوامو د ژوند کړۍ تنګولو او د #PTM ملاتړکوونکو پر نيولو ناقانونه توګه زنداني کولو او لاپته کولو ضد احتجاجي لاريون وکړ.

د غورځنګ داروپا مشرانو تر احتجاج وروسته د اروپا پارلمان او د بلجيم بهرنيو چارو وزارت استازو ته د پريکړه ليک ورکولو سره په محکوم وطن کي د فوج د ترهګريزو اعمالو معلومات او اړوند اسناد او شواهد وړاندي کړل.

په ناسته کي د اروپا پارلمان له استازو پر پاکستان د فشار اچولو غوښتنه وسوه او دا چي هلته دي محکومو لږکيو ته د انصاف او په پښتني سيمو کي د امن او کار روزګار او عزتمن ازاد ژوند اسانتياوو تضمين ورکړه سي.

د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ احتجاجونه په ټوله نړۍ کي جريان لري، د احتجاجونو اوسنۍ لړۍ په خړقمر سيمه کي د پاکستاني پوځ لخوا د عامو خلکو د نسل وژني او د هغه ځای د ايم اين ائېز يا وکيلانو محسن داوړ او علي وزير د نيول کيدلو سره هغه وخت پيل سول چي ددې غورځنګ مشر د فېسبوک پيغام له لاري غوښتنه وکړه.

د لاريونونو دا لړۍ اوس هم روانه ده چي تر ټولو مهيم احتجاج به د جون په پای او جولای په سر کښي په جنيوا کښي د ملګري ملتونو د مرکز مخته اعلان کړل سي چيري چي به د يورپ زيات شمير پښتانه کډون پکښي وکړي.

د جنيوا د لاريون سره پر يو وخت به د پي ټي ايم استازي د ملګرو ملتونو مرکز په دننه کي د نړۍ هيوادونو استازو، سفيرانو او د UN مشرانو ته د پښتنو سره د تر سره سوو او روانو ظلمونو او بې عدالتيو شکايت او اسناد ثبت کړي او نړيوالو ته به معلومات ورکړي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د عدم تشدد پلوئ مزاحمتي غير پارلماني خوځښت دی چي غوښتني يې فقط خپلو خلکو ته د عزتمند ژوند او تلپاتي رښتيني امن غوښتل دي، دا غورځنګ له پوځ څخه د خپلو نادرکه کړل سوو زرګونو کسانو لپاره انصاف او عدالت غواړي خو پوځ ددې غوښتنو ځواب په ټوپک ورکړی دی .

عبدالله احسان