کور / راپور / د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي

د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي

فراه ولایت کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او هرات ولایت کې لس کلي ترې پاک شوي دی.

کورنیو چارو وزارت خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر پوستو بریدونه پیل کړل.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبان د افغان ځواکونو له سخت مقاومت وروسته له سیمې تېښتې ته اړ شوي او ټول بریدونه یې مات شوي دي.
خبرپاڼه وایي، په جګړه کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۱ ټپیان او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.