کور / #PTM / پاکستانی پارلمان اصف زرداري اسمبلۍ ته راغواړي، خو د پښتنو استازو له راغوښتلو ئې انکار کړی دی

پاکستانی پارلمان اصف زرداري اسمبلۍ ته راغواړي، خو د پښتنو استازو له راغوښتلو ئې انکار کړی دی

د پاکستان پارلمان د اصف علي زرداري پارلمان ته د راوستلو پرېکړه کړې ده.

زرداري دوې ورځي وړاندي د پاکستاني حکومت لخوا د غبن په تور ونيول سو، چي اوس پارلمان پرېکړه کړې چي نوموړی به د قامي اسمبلۍ غونډي ته راوستل کېږي.

خو دغه پارلمان بيا د دوو غړو محسن داوړ او علي وزير چي پښتانه دي او بې له کوم جرم څخه بنديان دي پارلمان ته د راغوښتلو څخه ئې انکار کړی دی.

علي وزير چي په پارلمان کي د شمالي وزيرستان د خلګو استازی دی د مي مياشتي پر ۲۶ نېته هغه مهال پوځ ونيوی چي دی د يوې ولسي غونډي لپاره شمالي وزيرستان ته روان وو.

پوځ د علي وزير په ملتيا دپي ټي ايم پر دغه کاروان ډزي هم وکړې چي ۱۴ تنه ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د پېښي څو ورځي وروسته محسن داوړ چي هم په دغه کاروان کي مل وو، په ميرامشاه کي ئې پوليسو ته ځان وسپاره ترڅو پرده تړل سويو تورونو ته خپله ځواب ووايي.

محسن داوړ او علي وزير چي دواړه د پېښور په مرکزي زندان کي بنديان دي، په هکله ئې د ځينو سياسيونو لخوا پارلمان ته وړانديز سوی وو، چي دوی بايد راوغوښتل سي او دلته د وکيلانو په مخ کي هغه څه بيان کړي چي پېښ سوي دي.

د قانون له مخي کله چي د پارلمان يو غړی نيول کېږي د پارلمان مشر بايد مخکي له مخکي لا ياد کس غونډي ته راوغواړي او همدلته د لګول سويو تورونو پر وړاندي ځواب وواي، خو د پاکستاني رياست دا توپيريز چلند چي د پوځ په اشاره کېږي د پښتنو احساسات نور هم راوپاروي.