کور / راپور / ګلبدين حکمتيار: طالبان دي د پرديو پرځای په کابل کي مخامخ بين الافغاني خبرو ته کښېني

ګلبدين حکمتيار: طالبان دي د پرديو پرځای په کابل کي مخامخ بين الافغاني خبرو ته کښېني

د حزب اسلامي مشر  ګلبدين حکمتيار وايي: له طالبانو مو انتظار دادی چي د بهرنيانو له وساطت او وصايت پرته، بین الافغاني مذاکرات پېل کړي او د بحران لپاره افغاني حل ولټوي.

نوموړي دا څرګندوني په کابل کي يوې غونډي ته وکړې

ښاغلي حکمتیار وويل: د مذاکراتو لپاره کابل تر بل هر ځای مناسب دی او طالبانو ته پکار ده چي د قطر او مسکو پر ځای؛  مخامخ په کابل او يا په كوم بې طرف هېواد کي مذاکرات پېل کړي.

د حزب اسلامي مشر وويل: بهرنيان په افغانستان کي د خپلې خوښې حکومت او پارلمان غواړي. هڅه کوي چي انتخابات د تېر ځل په څېر له درغليو ډک وي او ځکه د ولايتي او ولسوالیو سوراګانو انتخاباتو له ترسره کيدو سره مخالف دي چي د قانوني لويې جرګې له جوړېدو وېره لري.

نوموړي زياته کړه: انتخابات بدیل نه لري، موږ له انتخاباتو د يوه فرصت په توګه استفاده کوو، غواړو د تقلب مخه ونیسو او هڅه مو داده چي انتخابات شفاف او عادلانه ترسره سي.

ښاغلي حکمتیار وويل: لکه څنګه چي د سوروي ځواکونو په خلاف مو جهاد پېل کړ او بريا ته ورسېدو، همداسې د افغانستان روان وضعيت له موږه د يوې بلې کلکي مبارزې غوښتنه کوي، دې مبارزې ته بايد ټول مجاهدين چمتو واوسي، دا هېواد زموږ دى او اصلي وارثين ئې هم مجاهدين دي، همدې مجاهدينو آزاد کړى او له دغه اوسني حالته به ئې هم مجاهدين باسي.

د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه: نه دولت او نه بهرنيان کولی سي چي دلته سوله او امن راولي، دوی د افغانستان د ودانولو لپاره نه، بلکي د ورانولو لپاره راغلي دي، دا جنګ دوی پېل کړی، دوی غواړي چي له مجاهدينو د جهاد غچ واخلي او نه غواړي چي د مجاهدينو په لاس د ملت د خوښې منتخب اسلامي حکومت رامنځته سي.

افغانان باید پخپله د وضعيت د تغییر لپاره ملا وتړي او زه باور لرم چي که ملا وتړو او پر الله جل جلاله توکل وکړو، نو حتمآ مثبت تغيير راوستلی سو.

دا پر داسي مهال ده چي په دې وروستيو کي د افغان سولي لپاره هيلي زياتي سوي دی او سياسي سازمانونه د نړيوالي ټولني په شمول له طالبانو غوښتنه کوي چي د خبرو اترو لپاره د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېني.