کور / راپور / افغان ځواکونو په کندهار کي ګڼ شمېر پاکستاني طالبان نيولي دي

افغان ځواکونو په کندهار کي ګڼ شمېر پاکستاني طالبان نيولي دي

د کندهار چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو په تېرو لسو ورځو کې ۲۴ وسله‌وال طالبان نیولي، چې څلور تنه یې پاکستانيان دي.
کندهار والي حیات الله حیات نن پنجشنبه د خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې یاد وسلوال په کندهار ښار او د سپین‌بولدک ولسوالۍ په شمول ځینو ولسوالیو کې نیول سوي او غوښتل یې، په کندهار، هلمند، زابل او کونړ ولایتونو کې ترهګریز بریدونه وکړي.
والي زیاته کړه، پاکستاني طالبانو غوښتل چې د سپین بولدک له لارې د ترهګریزو فعالیتونو په موخه کونړ ته ځان ورسوي.
د حیات په خبره، ډېری نیول سوي طالبان هدفي بریدګر دي، چې په‌دې وروستیو کې يې د ښار ځینو برخو کې پر امنیتي ځواکونو هدفي بریدونه کول.
مسوولین وايي، نیول سویو طالبانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

بل خوا چارواکي وايي، چي ځانګړو ځواکونو د هرات په کرخ ولسوالي کي هم دوه کسه پنجابي وسلوال د وسلو سره نيولي او يو بل ئې وژلی دی.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته په‌دې اړه څه نه دي ویلي.