کور / راپور / طالبان دې بین الاافغاني خبرو ته حاضر شي

طالبان دې بین الاافغاني خبرو ته حاضر شي

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي د سولې لپاره ښه فرصت رامنځ ته شوی او طالبان باید بین الاافغاني خبرو ته غاړه کېږدي.

 نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، اوسنۍ وضعیت په تېرو ۴۰ کلونو کې د سولې لپاره یو ښه فرصت دی.

د هغه په وینا په افغانستان کې نور تاوتریخوالی پای ته رسول غواړي او له دغه فرصت څخه په ګټنې طالبان باید د سولې بین الاافغاني خبرو ته حاضر شي.

د ناټو ملکي استازی زیاته کړې،، چې ناټو په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره له افغان حکومت او افغانانو سره له نږدې کار کوي.