د بابل خان

 (پر محتوى او ژباړه څو خبري)

مطيع الله روهيال

د محتوى اړخ:

متل دئ چي: “د زرو قدر له زرګر سره وي” د شتمن کېدو راز به له واقعي شتمنه پوښتې، د هغه له کړو وړو څخه به زده کړه کوې او له خپلي کمبلي سره به سمي پښې غځوې. د بابل خان هم د ناول په ژبه د يوه مجرب شتمن د ژوند داستان وايي. د هغه د ژوند له لوړو ژورو مو خبروي او موږ ته راښيي چي څنګه شتمني تر لاسه کړو، تر لاسه کړې شتمني څنګه استفاده کړو او په تر لاسه سوې ګټه څه وکړو.

د سرو زرو په پنځو قوانينو کي لومړى قانون راته وايي: “سره زر د هغه چا کره په ډېره خوښۍ ورځي او ورځ په ورځ نور هم زياتيږي چي د خپلي راتلونکي او کورنۍ له پاره د خپل عايد لږ تر لږه لسمه برخه سپموي. که څوک په منظم ډول د خپل عايد لسمه برخه وسپموي او بيا يې په سم ډول په کار واچوي بې له شکه به يوه ارزښتناکه شتمني تر لاسه کړي چي هغه به بيا نوره ګټه پسي راوړي او له دې نړۍ څخه د ده تر لېږدېدو وروسته به يې د کورنۍ ژوند خوندي وي. د دغه قانون له مخي دغسي کسانو ته شتمني په ډېره خوښۍ ورځي. دا شى ما ته هم په خپل ژوند کي تجربه سوى دئ. هر څومره چي مي شتمني زياتېده هغومره په آسانۍ نوري پيسې راته راتلې. ستاسي سپمولي پيسې که هم پر کار ولوېږي، ګټه کوي. هغه ګټه بيا نوره ګټه کوي او هغه بيا نوره. دا له آره د لومړي قانون د مراعاتولو نتيجه ده” (د بابل خان: ٨٦).

د خپل عايد لسمه برخه سپمول او په ورځنيو لګښتونو کي دقت د بابل خان د شتمنېدو اصلي جوهر دئ. د دې جوهر تر لاسه کول ساده پلان غواړي او پلان په دقت عملي کېده. د عايد لسمه وسپموه، ورځنى لګښت لږ کړه، د مصارفو ځاى وپېژنه، پيسې په احتياط مصرف کړه. که پوروړى يې د پورونو په ورکړه کي جدي واوسه. د پيسو د بېځايه استعمال او ناحقه خرابات مخنيوى وکړه، عايد او مصارف وسنجوه. سپمېدلې پيسې پر ګټه واچوه، د هغوى له ګټي څخه هوسانه برابره کړه.

د بابل خان د مالي تنګلاسيو د له منځه وړلو اووه لاري په خوږه ژبه راښيي، د دغو اوو لارو په سر کي “د خپلي کڅوړي ډکول پيل کړئ” راځي. دوهمه هغه ئې “لګښتونه مو کابو کړئ” او دريمه لاره: “سپما مو دوه برابره کړئ” ده. دغسي نوري غنيمت لاري هم راښيي، چي وروستۍ هغه ئې “د ګټلو وړتيا مو زياته کړئ” ده.

د سرو زرو پنځه قوانين راښيي، هلته هم لومړى قانون د عايد د لسمي برخي پر سپما ټينګار کوي. د کتاب محتوى فقط تيوريکل اړخ نه لري، بلکي عملي جنبه ئې هم قوي ده. عملي جنبه ئې د لرغون پېژندني څانګي د غړي د الفرډ. اچ. شروزبري په ليک کي وينو. زما په خيال د دې کتاب د محتوى عملي اړخ د شروزبري ليک ته اړتيا نه لري. هر څوک کولاى سي په ساده ډول ئې عملي کړي او نتيجه ئې د سر په سترګو وويني.

زه چي د خپلو ځوانانو ځاى بېځايه خراباتونه، هوټل والا ته د پيسې په ورکړه کي ټېلې و ټمبې وينم يقين مي راځي چي د دغو ځوانانو اکثر برخه نه دقيقه عايداتي منبع لري او نه د خپلو پيسو مصرف ته سم پلان. يوه ورځ درياب وي بله ورځ کرياب، يوه ورځ شل مړوي بله ورځ ئې د پلار جېب ته سترګي چپکي وي. دغسي ځوانان که د بابل خان په دقت مطالعه او عملي کړي، باوري يم چي هم به ئې د ځان سره احسان کړى وي او هم به د ټولني د اوږو بار نه وي.

د ژباړي ژبه:

د فراز ټولي ژباړي يوه تر بلي بهتره دي، خو “د بابل خان” ژباړي ما ته تر نورو هغو زيات خوند راکړ. په ژباړه کي دقت، د پښتو اصطلاحاتو پر ځاى کارونه، د بېلابېلو لهجو د لغتونو، ترکيبونو او اصطلاحاتو استعمال، ځيني پر ځاى مفغنات هغه څه دي چي ژباړه ئې ډېره سليسه او طبيعي کړې ده.

د دې ژباړي د مطالعې پر مهال ما ته د پښتو د مشهور شاعر دروېش دراني د شعر ژبه مخته مخته کېده. د ښاغلي دروېش دراني د شعر ذاتي ښېګڼي پر خپل ځاى خو د شعر ژبه ئې بيخي پاموړ ده. دروېش درانى په شعوري توګه دې خوا ته متوجه دئ چي په شعر کي ئې د پښتو ژبي د ټولو لويو لهجو ويونکي خپل ځان وويني، دغه چاره سخته ده، د هر چا د وس خبره نه ده، خو کوم کسان چي ئې په شعوري ډول او دقت سره پالي او استعمالوي په حقه سره ئې لوستونکي او خوښوونکي هم زيات دي.

د ښاغلي جبار فراز د ترجمې په ژبه کي هم دغه ځانګړتيا پرته ده. زه ئې ځيني نمونې په لاندي ډول در وړاندي کوم:

د اصطلاحاتو په برخه کي: “په خېټه کي د سپيو غپل” د جنوبي لهجې عامه اصطلاح ده چي د ډېري لوږي له پاره استعماليږي، “ژبه يو ډانګ درېدل” بله خوندوره اصطلاح ده چي د استعمال بېلابېل موارد لري، “په اندامونو لړزه ګډېدل”، “زړه تور دود کېدل”، “ټککه کېدل”، “د خنداوو کړسا پورته کېدل” او داسي نوري لسګوني اصطلاح ګاني دي چي په بېخي خوندور ډول د لومړۍ ژبي ځاى ناستي سوي دي. دغسي ځيني اصطلاحات او لغتونه ئې په لمنليکونو کي په لنډ ډول توضيح کړي دي.

د هر مضمون پيل ئې ځانګړى انداز لري، هم هېښوونکى هم له تلوسې ډک، هم د ناول ژبه پکښې مراعت سوې هم د مطلب ټکى بيان سوى، زه ئې دوه درې مثاله درکوم: “يوه له سرو زرو ډکه کڅوړه ده او بله خټينه لوحه چي حکيمانه خبري پر ليکلي دي. که تاسي ته د انتخاب حق درکړل سي کومه يوه اخلئ؟” بل پيل: “پخوانى عسکر بوډا بنزار د بابل د لرغونو دېوالونو سر ته د پورته سوي لاري په خوله کي د ساتونکي په توګه ولاړ وو. د دېوال پر سر زړورو سرتېرو د دفاع جګړه کوله. د دغه څو زره کلن ستر ښار راتلونکې د همدوى په هڅو ځړېده”. د يو بل پيل ترجمه هم ولولئ: “د بابلي سوداګرو شازاده شارونادا په ډېر غرور د کاروان په سر کي سپور روان وو. د هغه له پستو ټوکرانو سره جوړه وه او ډېري ګرانبيه جامې يې اغوستې. له حيوانانو سره يې هم مينه لرله او پر يوه ښکلي عربي آس به سپرېد”.

د پخوانيو لغتونو په استعمال کي د (تادي = تلوار) کاروني خوند راکړ، په مفغاتو کي د (قصاب) پر ځاى د (کساب) استعمال زيات پاموړ او پر ځاى مفغن دئ. موږ په پښتو ژبه کي د عربي قميص او قصې پر ځاى د هغوى مفغن سوي کميس او کيسه شکلونه کاروو، کساب هم پر دغو مفغناتو ښه اضافه ده.

ژباړه د دغو ښېګڼو تر څنګ زياتي نوري ځانګړتياوي هم لري، د مُشت نمونه خروار پر اساس همدا څو بسنه کوي، خو د دغو ټولو ځانګړتياوو تر څنګ ځيني د (خو) ځايونه هم لري، يادونه ئې بېځايه نه ده:

لومړى: د کتاب د ژبي او ليکوال په اړه هيڅ معلومات نه دي ورکول سوي، ښه به واى چي د کتاب د ليکوال او د ژبي په اړه هم لنډه يادونه راغلې واى چي کتاب له کومي ژبي څخه ترجمه سوى دئ او ليکوال ئې څوک دئ؟

دوهم: د کتاب په ترجمه کي څو ځايه د (روح) کلمه د ښځينه کلمې په شکل راغلې ده، نور متعلقات ئې هم ښځينه راغلي دي، زه چي دغي کلمې ته د پښتو په عينکو کي ګورم هيڅ ښځينه نښه نه لري، که ئې پر ځاى (اروا) استعمال سوې واى بده به نه واى.

دريم: د کتاب په ١١٣مخ کي يو عبارت داسي راغلى دئ: “د عايد خونده مي نه وه” دا مطلق غلط لهجوي استعمال دئ، په هيڅ وجه بايد ليکلي ژبي ته لاره پيدا نه کړي، که څه هم د ځينو لويو ليکوالو په ليکنو کي تر سترګو کيږي(!) څنګه چي په جنوبي لهجه کي “غونډه جوړه سول” غلط استعمال دئ، په هماغه شکل د مشرقي لهجې دغه بدخونده استعمال هم بايد ليکلي ژبي ته لاره پيدا نه کړي.

څلورم: د (پر) استعمال هم په ځينو ځايو کي غلط راغلى دئ. څو مثاله ئې دا دي: “پلارجانه! په دې د زړه له تله خوښ يم چي ستا پر وړاندي ولاړ يم” (٨٤ مخ)، “پخوانۍ خاطرې يې په منډه د سترګو پر وړاندي تېرېدې” (١٤١ مخ)، “پر يوه کنډواله بدل شو” (١٦١) مخ او داسي نور. په درې واړو ځايونو کي (په) استعماليږي.

له دغو څو ځايونو څخه پرته نور نو په واقعي معنى په تول پوره او زبردسته ترجمه ده. فراز ته اوږد او صحتمند ژوند غواړم چي خپلي ژبي ته دغسي نوري ترجمې هم ورکړي.

 

يادونه: دا ليکنه (د بابل خان – درېيم چاپ) باندي سوېده. د بابل خان مطالعه مي پاى ته رسولې وه چي پر دغه غنيمت کتاب د څه ليکلو هوا راولاړه سوه، ځکه نو يادښتونه مي لنډ او په پوره تلوار اخيستي دي، دا ليکنه په هيڅ وجه د ښاغلي فراز حق اداينه نه سي کولاى خو يادونه ئې حتمن کولاى سي.