کور / راپور / د افغان سولې د پاشل کېدو مخه باید ونیسو

د افغان سولې د پاشل کېدو مخه باید ونیسو

د شانګهای غړو هیوادونو په نولسمه ناسته کې د سیمې هیوادونو مشرانو په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د پیل شویو هڅو ملاتړ وکړ.

ولسمشر غني په دغه ناسته کې ویلي، چې د افغانستان د سولې د هڅو د پاشل کېدو د ګواښ مخنیوي لپاره باید یوه سیمه ییزه او نړیواله اجماع جوړه شي.

د هغه په وینا  ترهګریزې شبکې د ټولې سیمې په زیان دي نو ځکه په افغانستان کې د سولې توافق رامنځ ته کېدل له سیمه ییزې اجماع پرته ستونزمن دی.

ښاغلی غنی وایي، د سولې خبرو د بریا لپاره باید د سیمې له یوشمېر هیوادونو سره د طالبانو اړیکې قطع او د افغان سولې لپاره په ګده هڅې وشي.

ولسمشر غني زیاته کړې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره باید داسې منظم چارچوب رامنځ ته شوي چې د سیمې ټول هیوادونه پکې شامل وي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغان کړکېچ د سیاسي اواري لپاره د امریکا پر ژمنتیا او هلو ځلو باور لري، خو په وینا که په دې اړه سیمه ییزه همغږي نه وي، د سولې خبرې به ستونزمنې شي.