کور / مېرمن / دموردورځی په مناسبت ددوستی فرهنگي ټولني دمبارکي  پیغام

دموردورځی په مناسبت ددوستی فرهنگي ټولني دمبارکي  پیغام

۱۳۹۸ ل کال دغبرګولی ۲۳ مه

سويډن دمالمو ښار

 

روزمادر رابه همه مادران قهرمان افغان  مبارک باد

نېکمرغه دې وي د موروياړلې ورځ

بسم الله الرحمن الرحيم

سبا په هيوادکي دهغې مور ورځ  ده  دکومي چې چيغو يې عرش عظيم لړ زولی .

درنوخوند اومندو!

تر هر څه وړاندي تاسو پتمنوميندواوخونيدو ته دمور دتاريخي ورځې  درارسېدو له امله  دزړه له کومي مبارکی او نيکو هېلو په   وړاندې کولوسره تاسوټولوباغيرته ميندوته دلوي څښتن له دربارنه دهوسا اوبسيا ژوندغوښتنه کوم .

وياړ په تا غيرتی مور!

روز پر میمنت مادر این نماد مهربانی وعطوفت رابه شماوتمام مادران بزرګوار ورنجديده مهین ما درهر کجاي  جهان که هستيدتبریک وتهنیت ګفته ارزو ی صحت ،سلا متی وبهروزي شما مادرا ن عزیزرا تمنا دارم .

درنوخويندو اوميندو!

تاسو اوستاسو په وسيله  ټولو افغانی مندوته دنړۍ په هرگوټ کې چي ياست دمور دنيکمرغه ورځي په مناسبت دزړه له کومي مبارکی،او نېکي هيلي  وړاندې کوم ،تاسوټولوباغيرته اوباعزته مندوته دلوي څښتن له دربارنه دهوسا اوبسيا ژوندغوښتنه کوم .

زموږ د هيواد په کالهينداره کښي د شاوخوا نهو لسېزوراپدې  خوا دجوزا دمياشتي (( ۲۴ )) دمور  دورځی  په نوم  لمانځنې  ته ځانگړې سوې ده اوددې  دورځې په مناسبت  دهيواد په پلازمېنه اودولايتونو په مرکزونوکي غونډي اوکنفرانسونوپه  جوړېږي و .

زموږ په هيوادکښي ترډيره بريده دمور ورځ په دولتی اوتشريفاتي  بڼه لمانځل کيږي،ځکه زموږ دولس غوځ اکثريت نالوستی دي،پدې خاطردنوري نړۍ پشان دمور دورځي ياد اوپدې ورځ هغې ته ډالۍ ورکول يوازي په هغوکورنيو کښي تر سره کيږي  کوم چي د سواد له نعمت نه برخمن وي اوپدې پوه وی چې بايد پدې ورځ دمورځانگړی درناوی وشي .

مگر متاسفانه په حقيقت کښي تراوسه لا دکليمې په واقعی مفهوم زموږ دهيوادښځو ته دهيوادپه سياسي، اقتصادي، اجتماعي اوفرهنگي ژوندکي دفعال او برابرگډون امکانات ندي برابرسوی .

په ټولنيز ژوندکښي دښځودفعال گډون په وړاندي دهمدې دولتي چارواکو اوزورواکانو،تنظيم سالارو اوپاټکسالارو  لخواپه يوه اوبله بڼۀ تور اوتاريک پاټکونه جوړېږي .غواړی چې زموږ خوندي اومندي دمنځنيوپېړيو په ددوله هرڅه نه محرومي اوشاته پاته ژوندولري .

رښتياخوداده چې زموږ مندي اوخوندي ترهرچازيات په ډيرو بدو او زړه بوږنوونکو شرايطو کي ژوندکوي له هغوي نه دواک پر سر ۴۵  کلني جگړي  دوام خوښی او ارام  ژوند اخيستی دي  .همدې لعنتی جگړې له دې غيرتي مورنه دژوند دملگری،لور اوزوي جلاکړ ې ترېنه اخيستۍ دی .

داترڅلورولسيزو زياتی مودې راهسی زموږ مودغم پر لمڅي په سرو اوښکوناسته ده ،ځيغو یې آسمانونه اوعرش عظيم ولړزاوه خودې خبر و اوځان غوښتنکو پرې رحم ونکړ اونه یې همدا اوس کوي .

موږ  فرهنگی  ټولنه پرملي شخصيتونو،سياسي اوټولنيز سازمانو،مدني ټولنو دبشردحقوقونړيوال سازمان اونورو اړونده نړيوالوسازمانو ږغ کوی چي په افغانستان کښي دمور اوماشوم دژونددې زورونکی اوويجاړه حالت اوددوي انساني حقوقو پايمالېدوته جدي پاملرنه وکړئ اودهيواد دزورېدلی ولس دکورنيو اسوبهرنيو دښمنانو لخوا دجړې او افغان وژنې پروسې ته دپاي ټکی کښېږدی  او افغان وژنه نوربس کړی ،زموږ ولس له جړې نه بې اندازې زيات ستړی سوی اوترهرڅه ورته سوله او امنيت ارزښت لري .

افغانانو دمورعزت دځان ،وطن ،ناموس اوتاريخ عزت دی راسئ دا عزت په گډه وساتو،درناوی ئې وکړواوددويته  دخوښ ،هوسا اوبسيا ژوند هر ډول امکانات  او شرايط برابرکړو. ومن الله التوفيق

ددوستی پرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور